د  امریکا جنګي بېړۍ د تایوان له تنګي څخه تېرې شوې 

د امریکا سمندري ځواکونه وايي چې دوې جنګي بېړۍ یې نن یکشنبه اګست ۲۸ (سنبله شپږمه) د تایوان له تنګي څخه تېرې شوې. دا د چین د غیر مترقبه پوځي تمرین څخه وروسته لومړی ځل دی چې د امریکا جنګي بېړۍ له دغه تنګي څخه تېرېږي.

د امریکا د بحري ځواکونو په اعلامیې کې ویل شوي دي چې له تنګي څخه د دغو بېړیو تېرېدل «د هند-آرام سمندر ازادې او پرانیستې سیمې ته د امریکا د ژمنو څرګندوی» دی.

په اعلامیې کې ویل شوي دي چې دا کار په بین المللي اوبو کې د تګ راتګ د ازادۍ لپاره د بین المللي قوانینو په اساس شوی دی.

اعلامیه وايي «د امریکا د متحدو ایالتونو پوځيان په هر هغه ځای کې، چې نړیوال قانون ورته اجازه ورکوي، الوتنې، بېړۍ چلوونې او عملیات کوي.»

د چین پوځ ویلي دي چې دوی د امریکا دا دوې بېړۍ تر څار لاندې نیولې وې او ټول حرکات یې څارل.

د چین د پوځ یو ویاند، شي يي، ویلي دي چې هغوی د تر ټولو لوړې کچې احضاراتو کې دي او چمتو دي چې «هر ډول تحرکات خنثی» کړي.

امریکا او متحدینو یې د تایوان په تنګي او د چین په جنوبي بحیرې کې په تګ راتګ سره «د تګ راتګ او حرکت ازادي» ترویج کړې او دا فکر یې غښتلی کړی چې دا بین المللي لارې دي. دا کار د چین غوصه پارولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې تایوان ته د امریکايي چارواکو سفرونو هم د چین انتقاد او غوصه پارولې ده.

د اګست په میاشت کې تایوان ته د امریکا د استازو د خونې رئیسې ننسي پلوسي له سفر وروسته د چین او امریکا روابط کړکیچن شوې دي. بیجینګ د میرمن پلوسي په سفر اعتراض وکړ او د څو ورځو لپاره یې د تایوان په شاوخوا کې پوځي تمرین وکړ. تایوان د چین دا پوځي تمرینونه او د میزایلو ازمایل غندلي دي او هغه یې د برید لپاره چمتوالی ګڼلی دی.

امریکا د تایوان رسمیت نه پېژني خو وايي چې له ځان څخه د دفاع په اړه به ورسره مرسته کوي.

تایوان او چین په ۱۹۴۹ کال کې د یوې کورنۍ جګړې څخه وروسته جلا شول، په دغې جګړې کې وطنپاله ځواکونه مات شول او تایوان ته وتښتېدل چې وروسته یې بیا حکومت جوړ کړ او په یوه متحرکه دموکراسۍ بدل شو.