چارواکي: اوکراین کې دوه لادرکه امریکایي رضاکاران ښايي روسېې نیولي وي

۳۹ کلن الكساندر ډورک او ۲۷ کلن انډي هین

امریکایي چارواکو او په اوکراین کې د دوو لادرکه شویو امریکایانو د کورنۍ غړو، د چهار شنبې په ورځ جون ۱۵ (غبرګولي ۲۵) وویل دوه رضاکاره امریکایان چې له اوکراین سره د مرستې لپاره په هغه هیواد کې وو، لادرکه شوي او دا ویره شته چې د روسي ځواکونو له خوا نیول شوي وي.

د الکساندر ډروک او انډي هین چې دواړه پخواني امریکایي پوځیان دي او په البانیا کې اوسیدل، په دې وروستیو کې له خپلو کورنیو سره تماس قطع شوی دی.

د کانګرس غړې تیرې سویل ویلي دي چې د ډروک مور د روانې اوونۍ په پیل کې ورسره تماس نیولی دی.

میرمن سویل په یوې بیانه کې ویلي:" د هغه د کورنۍ په وینا، هغوی له ډورک څخه د څو اوونۍ راپدیخوا څه ندي اوریدلي."

میرمن سویل زیاته کړې چې هغوی به ددغو دوو امریکایانو په موندلو کې هر څه وکړي.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي وویل، نشي کولی چې د دوو امریکایانو د لادرکه کیدو پخلی وکړي خو که دا ریښتیا وي، کور ته به د هغوی په ستنولو کې هر ډول هڅه وکړي.

ښاغلي کربي زیاته کړه، امریکا له خپلو ټولو اتباعو څخه غوښتي دي چې اوکراین ته له سفر کولو ډډه وکړي ځکه څلور میاشتې کیږي چې روسیې پر اوکراین برید پیل کړی دی.

کربي خبریالانو ته وویل:" د جګړې زون دی. جګړه ده. که تاسې له اوکراین سره د ملاتړ لیوالتیا لرئ نو نورې لارې چارې شته چې دا کار وکړئ، دا لارې خوندي او په هماغه اندازه اغیزناکه دي."

تیلیګراف چې د لومړي ځل لپاره ددغو دوو امریکایانو د لادرکه کیدو خبر ورکړی، د یو جنګیالي په حواله ویلي چې دغه دوه امریکایان د جون په ۹ نیټه د خارکیف په شمال ختیځ کې د روسي ځواکونه له خوا نیول شوي دي.

د ډروک مور لویس ډروک ویلي، زوی یې ورته ویلي وو چې اوکرایني ځواکونو ته د امریکایي وسلو د کارولو لارې چارې زده کوي.

هغې واشنګټن پوست ته ویلي:" الکس قوي باور درلود په داسې شکل روزل شوی چې کولی شي له اوکرایني ځواکونو سره مرسته وکړي څو قوي ووسي او پوتین په شاه وتمبوي."

دا دوه لومړي امریکایان دي چې ګمان کیږي په اوکراین کې د روسیې د فبروري میاشتې د برید راوروسته نیول شوي او یا یې هم زیانمن شوي دي.

تر دې مخکې په اوکراین کې د جګړو په ترځ کې د دوو بریټانوي اتباعو د وژل کیدو خبر ورکړی شوی او دوه نور وروسته له هغه د مرګ له سزا سره مخ شول‌ چې په اوکراین کې ونیول شول او یوې روسي پلوي محکمې له خوا د عسکرو د اوسیدو په تور په مرګ محکوم شول.