په کندهار او فراه کې د گوزڼ دوه نوې پیښې

په کندهار او فراه ولایتونو کې مقاماتو د گوزڼ یا پولیو د دوو نویو پیښو د ثبتولو خبر ورکړی دی چې پدې سره په افغانستان کې د پولیو د پیښوو مجموعي شمیره ٢٦ ته ورسیدله.

د عامي روغتیا وزارت د پوليو د پروګرام مسئولین وایي اوس د پولیو ویروس له کنټرل څخه وتلی او هغو سیمو ته رسیدلی، چې مخکې پکې دا ویروس مهار شوی و.

روغتیايي چارواکي زیاتوي، چې د پوليو دغه نوې پیښې ویروس د ډيورنډ کرښې پورې غاړې د کویټې د کلا عبدالله سیمې سره تړاو لري.

په جنوبي ولایتونو کې د پوليو د له منځه وړلو د بیړنیو اقداماتو د مرکز رئیس، ډاکتر عبدالقيوم پخلا د شنبې په ورځ ویلي وو چې په سپين بولدک ولسوالۍ کې ګوزڼ وهلې یوه ١١ میاشتنی ماشومه ده.

هغه وویل: "ګوزڼ وهلې ماشومه نجلۍ د ۱۱ میاشتو عمر لري، د سپين بولدک ولسوالۍ په یوه کلي کې ژوند کوي. له اپريل څخه بیا تر سپټمبر میاشتې پورې هلته کور په کور واکسین په وړاندې ممانعت و او عملي شوی نه دی، ځکه دغې ماشومې ته هیڅ واکسین ندی رسیدلی".

په ورته وخت کې دعامې روغتیا وزارت د پوليو د پروګرام مطبوعاتي مسئول مرجان راسخ وویل چې د ګوزڼ دوهمه پیښه د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې شوې، چې ګوزڼ وهلې یوه اتلس میاشتنۍ ماشومه ده.

هغه وویل: "د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ د ګوزڼ وهلې ماشومې انجلۍ د پولیو د ویروس تړاو د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د پوليو له ویروس سره دی، له بده مرغه د پوليو ویروس د پراختیا په حال کې دی او هغو سیمو ته اوس رسیدلی، چې مخکې پکې کنټرول شوی و".

ښاغلی راسخ زیاته کړه: "دا یو ملي پرورګرام دی او ټولې خواوې باید پر ضد ګډه مبارزه وکړي، په تېر کې زمونږ غوښتنو ته چا پام ونکړ، نه هم د جګړې ښکیلو خواوو او نه هم ټولنې، خو اوس هم د حل یوزانی لار دا ده، چې په ګډه هڅه وکړو، څو یو ځل بیا دا ویروس مهار او لمنځه یو وړل شي".

د روان ۲۰۱۹عیسوي کال له پیل راهیسې په افغانستان د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د پیښو شمیر ۲۶ ته ورسید، چې ۹ پیښې په ارزګان، ۵ پیښې په هلمند، ۵ پیښې په کندهار، دوه پیښې په پکتیکا، یوه پیښه په کونړ، يوه پیښه په ننګرهار، يوه پیښه په بادغیس، يوه پیښه په بغلان او يوه پیښه هم په فراه ولایت کې ثبت شوې ده.