د جي شل غونډه او لوی نړیوال مشکلات

ټاکل شوېده د جاپان اوساکا ښار د جمعې په ورځ د ( جون په ۲۸ مه ) د جي شل "G-20"یا شلو صنعتي هیوادونو د مشرانو د غوندې کوربه وي.

په داسې حال کې چې د نړۍ د شلو صنعتي هیوادونو مشران په اوساکا کې راغونډیږي، د ټولو سترګې د جي شل دوو لویو غړو امریکا او چین ته اوښتي دي.

کارپوهان وايي په تیرو څو ورځو کې دوه اړخیزې خبرې له سره پیل شوي، لهجې نرمې شوي او د مشکل د هواري لپاره هیلې زیاتې شوې دي.

د جي شل څیړنیزې ډلې مشر جان کرټون وايي:" ټول په غونډه کې د جمهور رئیس ټرمپ او جمهور رئیس شي دوه اړخیزې غونډې ته سترګې په لار دي. خو تر دې هاخوا به د ګڼ شمیر مسایلو په اړه ډیر پرمختګونه وي او د یو شمیر هیوادونو له خوا ائتلافونه د دواړو لوریو ترمنځ د جوړجاړي هڅه کوي."

د امریکا له خوا د چین په محصولاتو تر ۲۰۰ میلیاردو ډالرو د تعرفو لوړول د داسې یوې اقتصادي جګړې لامل شوی چې نړیوال اقتصاد ګواښي.

د جاپان لومړي وزیر شنزو آبه وویل هیله دی امریکا او چین خپل تجارتي اختلاف د خبرو اترو له لارې په اساسي ډول هوار کړي.

د جي شل اساسي هدف مالي ثبات او پایداره وده ده خو داسې ویل کیږي چې ډیر شمیر غړي یې د تجارت او اقلیمي بدلونونو په اړه مختلف نظرونه لري.

یوه بله مسله چې په غونډه سیوری اچولی شي د امریکا او ایران د جګړې د احتمال له امله د تیلو د بیې لوړیدل دي.

لوی جنجال ممکن د اقلیم د بدلون په سر هم رامنځ ته شي.د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون وايي په غونډه کې به د اقلیم د بدلیدو په وړاندې د جدي اقداماتو هڅه وکړي.

په هانګ کانګ کې د دیموکراسي پلویانو د غرب شفاهي ملاتړ ترلاسه کړی خو چین ټینګار کوي اجازه به ورنکړي چې د مظاهرو مسله د جي شل اجندا ته داخله شي.

شننونکي وايي په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه له ستر ستونزو سره مخ ده جي شل دلې غونډه یوه څو اړخیز آزمېښت ګڼل کیږي.