امریکا منځني ختیځ ته الوتکې لیږدونکې بېړۍ واستوله

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بالټن

د امریکا متحده ایالاتو د ایران د گواښونو په غبرگون کې منځني ختیځ ته خپلې جنگې بېړۍ لیږلي دي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بالټن په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو ته د یوې الوتکې لیږدونکې بېړۍ او څو نورو جنگي کښتیو د استولو خبر ورکړی دی.

ښاغلي بولټن وویل چې د امریکا حکومت دغه بېړۍ په سیمه کې د ایران د وروستیو گواښونو په غبرگون کې استولي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار همداشان وویل هیواد سیمې ته ددغو جنگي کشتیو په لیږدولو سره غواړي ایران ته وښیي چې د امریکا متحده ایالات به هر ډول برید ته د بې رحمه قوت نه په استفادې ځواب ووایي.

امریکایي مقاماتو ویلي دي چې ددې احتمال شته چې په سیمه کې په میشتو امریکایي ځواکونو باندې د ایران پوځي ځواکونه او د دې هیواد ملاتړې ډلې حمله وکړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ویلي دي چې هیواد یې د ایران د رژیم سره د جگړې د پیل په لټه کې ندی خو د هغه په وینا د امریکا د متحده ایالاتو قوتونه تیار دي چې د ایران د پوځ، د ایران د سپاه پاسداران او یا هم ددې هیواد د نیابتي ډلو هر ډول برید ته ځواب ووایي.