امریکا په ویرجینیا کې تخلیه شویو افغانانو ته نوی مرکز جوړوي

څلورو سرچینو رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د امریکا حکومت په پام کې لري په ویرجینیا ایالت کې د تخلیه شویو افغانانو د چارو د پروسس لپاره نوی مرکز جوړ کړي.

دغه مرکز په داسې حال کې پرانیستل کیږي چې د امریکا حکومت د اتو نظامي مرکزونو له ډلې څخه وروستی مرکز چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې یې په مجموع کې په لس ګونه زرګونه تخلیه شويو افغانانو ته ځای ورکړی وو، تړي.

یوه جګپوړي امریکایي چارواکي رویترز خبري اژانس ته ویلي دي چې په دې نوې مرکز کې به د بیا استوګنې د چارو د ټولو مربوطه ادارو استازي وي او کیدای شي د فبروري په وروستیو او یا هم د مارچ په لومړیو کې پرانیستل شي.

دوو سرچینو د هویت د نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي دي چې دا مرکز د ویرجینیا په لیزبرګ کې په پام کې نیول شوی دی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت په یوې بیانیه کې رویټرز ته ویلي دي چې تر اوسه د یاد مرکز د موقعیت په تائید کار کوي.

د یاد مرکز په اړه د سیمه ایزو پولیسو اندیښنه

که څه هم تر اوسه د تخلیه شویو افغانانو لپاره د نوې کمپ د جوړیدو په اړه رسمي اعلان ندی شوی اما سیمه ایزو پولیسو ددې پلان په اړه اندیښنه ښودلې ده.

د لیزبرګ پولیسو د پنجشنبې په ورځ د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي دي چې د امریکا د کورنیو امنیت وزارت ورته ویلي دي چې حکومت په پام کې لري ۲۰۰۰ افغان کډوال چې اکثریت له قطر څخه انتقالیږي، روانه میاشت د ډالاس نړیوال هوایي ډګر ته نږدې دې مرکز ته انتقال کړي.

د بیانې په وینا، ددغې سیمې د پولیسو یوه چارواکي مایکل چپمن د همغږۍ، پلان جوړونې د نشتوالي، او د استوګنې یوې سیمې او دوو ښوونځیو ته نږدې د یاد مرکز په پوله کې د موانعو د نشتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي دي چې تر اوسه هم ۱۲۰۰ افغانان د نیو جرسي د فورټ ډکس په مرکز کې پاتې دي او د نوي مرکز تر جوړیدو پورې به هلته پاتې شي.

امریکا ته د انتقال شویو افغانانو شمیر

متحدو ایالتونو د ۲۰۲۱ کال د اګست له نیمایي څخه تراوسه پورې کابو ۸۰ زره افغانان دغه هیواد ته انتقال کړي دي.

په دغو کسانو کې د مهاجریت د خاصو ویزو درخواست کوونکي، د امریکا له حکومت سره د کار په خاطر له خطر سره مخ افغانان او د بشر دوستانه پیرول متقاضیان شامل دي.

خو هغه کسان چې په بشر دوستانه پیرول امریکا ته انتقال شوي دا انتخاب لري چې په دغه هیواد کې پناه وغواړي.

د امریکا حکومت له کانګرس څخه غوښتي دي چې دغو افغانانو ته د تابعیت ورکولو لپاره روښانه مسیر جوړ کړي.

رویټرز لیکلي په داسې حال کې چې د متحدو ایالتونو حکومت ددغو افغانانو دوسیې بررسي کوي خو د هغوی د منلو لپاره د لوژیستیکي ننګونو له امله په زرګونه افغانان په نورو هیوادونو کې سرګردانه دي.

رویټرز د روانې میاشتې په پیل کې راپور ورکړ چې پر شرایطو برابر افغانان به چې اوسمهال په دریم هیواد کې دي کیدای شي د کډوالو د منلو د ګړندۍ پروسې له لارې امریکا ته راوستل شي.

خو هغه افغانان چې تر اوسه په افغانستان کې دي، د راتګ کم چانس لري. د فبروري تر نیمایي پورې د شمیرو له مخې، د امریکا حکومت د بشر دوستانه پیول له ۴۳ زره درخواستونو څخه یوازې ۱۷۰ تائید کړي دي.