امریکا: افغانان چې امنیتي ارزونه کې ناکام شوي نورو هیوادونو کې به مېشت کړل شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي هڅې روانې دي چې د تخلیې په پروګرام کې له افغانستان څخه یو شېمر هغه اېستل شوي افغانان، چې په امنیتي ارزونو کې پاته راغلي، په نورو هیوادونو کې میشت کړل شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې د هغه رپوټ په غبرګون کې دي چې ګواکې امریکا د کوسوو په یوه پوځي اډه کې د میشتو یو شمیر افغانانو د ځای په ځای کولو درخواستونه ردوي.

د اکسیوس امریکایي خپرونې نن د مۍ ۱۶ (غوایي ۲۶) رپوټ ورکړ چې ټاکل شوې د جو بایډن حکومت نن ۱۶ افغانانو ته چې د طالبانو لاس ته د کابل له سقوط وروسته د کوسوو د بندستیل پوځي اډې ته انتقال شوي وو خبر ورکړي چې هغوی دننه امریکا ته د انتقالیدو په شرایطو برابر نه دي.


ددې رپوټ له مخې دا لومړی ځل دی چې د امریکا حکومت، متحده ایالاتو ته پدې پوځي اډه کې د میشتو افغانانو راتګ رد کوي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو ایمیل کې د امریکاغږ ته وویل چې تقریباً ټول هغه افغانان چې کوسوو ته انتقال شوي وو د امنیتي ارزونو له تیرولو وروسته امریکا ته د تګ اجازه ترلاسه کړې ده.

دې وزارت زیاته کړې: "پداسې حال کې چې د تخلیې په پروګرام کې اکثریت اېستل شوي افغانان پدې بهیر (د امنیتي او استخباراتي ادارو له لورې امنیتي ارزونه) کې تائید شوي، یو کم شمیر کسان چې امریکا ته یې داخلیدل رد شوي دا څرګندوي څنګه چې لازم وو هاغسې یې کار کړی دی."


د اکسیوس نشریې په رپوټ کې راغلي چې د امریکا د حکومت دغه تصمیم د امنیتي اندیښنو له مخې نیول شوی او ښایي یو شمیر افغانان چې تګ یې امریکا ته رد شوی، د طالبانو او یا د ترهګرو سازمانونو سره اړیکه درلودلې ده.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سره له له دې چې پدې هکله یې نظر ورنکړ وویل چې دا هیواد دغو کسانو ته د یوې دوامداره لرې موندلو ته ژمن دی او هڅه کوي چې د هغوی د ترجیحاتو مطابق هغوی په نورو هیوادونو کې میشت کړي.


دې وزارت ویلي: "د بهرنیو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې د خپلو شریکانو اومتحدینو سره کار کوي چې هغه هیوادونه ومومي تر څو هغه افغانان چې ژوند یې په خطر کې دی ومني."

د امریکاد بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس امنیتي ارزونې د استخباراتي، امنیتي او د دفاع وزارت د ترهکرۍ سره د مبارزې، د داخلي امنیت د وزارت، بهرنیو چارو وزارت، فدرالي تحقیقاتي ادارو، د ترهګرۍ سره د مبارزې د ملي مرکز او نورو استخباراتي شرکتونو د متخصصینو له خوا کیږي.

بیا هم د اکسیوس پدغه رپوټ کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ددغو افغانانو د سرنوښت د معلومولو په خاطر دوه انتخابه ارزوي؛ یو دا چې د طالبانو سره په تفاهم افغانستان ته د هغوی د بېرته استولو زمینه مساعده شي او دویم دا چې نور هیوادونه متقاعد کړي چې دغه افغانان ومني.

دا پداسې حال کې دي چې تیر کال یو شمیر امریکایي مقاماتو د نوم د نه ذکر کولو پرته ویلي وو چې متحده ایالات نیت لري چې د افغانستان څخه د تخلیې په ماموریت کې یو شمېر اېستل کسان چې په ابتدایي امنیتي ارزونه کې ناکام شوي کوسوو ته واستوي.

په افغانستان باندې د طالبانو له بیا واکمن کیدو وروسته څه دپاسه ۷۰زره افغانان امریکا ته انتقال شول چې د هغوی اکثریت ته د دوو کالو لپاره بشردوستانه اقامت ورکړل شوی دی.