اماراتو پاکستان ته ماتې ورکړه او د ۱۹ کلنو د کرکټ اسیا جام پایلوبې ته ووت

د اماراتو د ۱۹ کلنو د کرکټ لوبډله

په متحده عربي اماراتو کې د ۱۹ کلنو د کرکټ په اسیا جام کې کوربه لوبډلې د جمعې په ورځ دسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) پاکستان ته د ۱۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او ددغه جام پایلوبې ته یې لار ومونده.

په دغه ۵۰ اوریزه لوبه کې د اماراتو لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او مقابل لوري ته یې د ۱۹۴ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د پاکستان ټول لوبغاړي د ۱۸۲ منډو کولو وروسته وسوځېدل او لوبه یې وبایلله.

دا ددغه جام لومړنۍ نیمه پایلوبه وه. په دوهمه نیمه پایلوبې کې د جمعې په ورځ بنګله دېش هند ته د څلورو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

په دې جام کې د افغانستان، سريلانکا، نیپال او جاپان لوبډلو هم برخه لرله.

د ۱۹ کلنو د اسیا جام پایلوبه د متحده عربي اماراتو او بنګله دیش تر منځ د یکشنبې په ورځ کیږي.