تر ۶ کالونو وروسته عربي متحده امارات ایران ته سفیر استوي

د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه اګست ۲۱ (زمري ۳۰) اعلان کړی چې تر شپږو کالونو وروسته د لومړي ځل لپاره د ایران اسلامي جمهوریت ته خپل سفیر استوي.

عربي متحده اماراتو چې د پخوا راهیسې یې ایران د سیمې لپاره ګواښ باله تازه یې د دې هیواد سره د اړیکو د بهتره کولو لپاره هڅې پیل کړیدي.

د اماراتو سرکاري خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې سفیر سیف محمد الزابي به په راتلونکو څو ورځو کې تهران ته ستون شي چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې پر مخ بوځي او په سیمه کې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ګډې ګټې تر لاسه شي.

په راپور کېې دا ندي ویل شوي چې د عربي متحده اماراتو سفیر به څه وخت تهران ته ولاړ شي.

د عربي متحده اماراتو څخه وړاندې یو شمیر نور عربي هیوادونو هم د ایران سره د همکارۍ غوښتنه کړې.

کویټ تیره اوونۍ اعلان وکړ چې د ۲۰۱۶ کال راپدیخوا د لومړي ځل لپاره تهران ته خپل سفیر استوي او سعودي عربستان هم د عراق په منځګړتوب څو ځله د ایران سره مستقیمې خبرې کړي او غواړي چې جنجالونه کم کړي.

ایران او سعودي په ۲۰۱۶ کې خپلې دپلوماتیکې اړیکې وشلولې. دغو دوو هیوادونو سیمې په څو کړکیچونو کې د سیالو اړخونو خوا نیولې، لکه په یمن کې چې تهران د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي او ریاض د یمن د حکومت په پلوۍ د پوځي ایتلاف مشري کوي.

د ایران او عربي هیوادونو اړیکې وروسته تر هغه خرابې شوې چې په تهران کې یو شمیر قهر جنو مظاهره چیانو د سعودي عربستان په سیاسي استازولۍ لدې کبله برید وکړ چې ریاض یو مشهور شعیه دیني عالم اعدام کړ.

عربي متحده اماراتو هم په ۲۰۱۶ کال کې د ایران څخه خپل سفیر وروغوښت.

خو د اماراتو او تهران اړیکې په ۲۰۱۸ کال کې وروسته تر هغه ډیرې خرابې شوې چې د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ایران د اتومي موافقې څخه ووت او عربي متحده اماراتو یې د دې پریکړې ملاتړ وکړ.

که له یوې خوا عربي متحده اماراتو تیر کال په منځني ختیځ کې د اسرائیل د دښمن اسرائیل سره اړیکې عادې کړلې خو په عین حال کې د اماراتو چارواکو د تهران سره هم د اړیکو د بهتره کولو لپاره هلې ځلې کړي.

د تهران او ابو ظبهي بل جنجال په یمن کې د حوثي شیعه یاغیانو په خلاف د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو کې د دې هیواد برخه اخیستل دي.

حوثیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د همدې کال په سر کې په ابو ظبهي د ډرون بریدونه وکړل چې اماراتو یې د غچ اخیستو هوډ وکړ.

سعودي عربستان په ۲۰۱۵ کال کې یو کال وروسته چې حوثیانو په یمن کې په نړیواله کچه په رسمیت پیژندل شوي حکومت څخه پایتخت صنعا ونیوه، د نورو عربي هیوادونو سره په ګډه په حوثي یاغیانو هوایي بمبارۍ پی کړلې.

په ځواب کې حوثي یاغیانو په سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او دننه په عراق کې د سعودي په اهدافو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل.