د متحدو عربو اماراتو کابېنې له اسرائیل سره تړون تائید کړ

اسرائیل او متحده عرب امارات تېره میاشت د اړیکو د ښه کولو

د متحدو عربو اماراتو کابینې د دوشنبې په ورځ اکتوبر۱۹ (تلې ۲۸) له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو تړون تائید کړ.

دا تړون تېره میاشت په سپینې ماڼۍ کې لاسلیک شو.

بحرین او متحده عرب امارات د امریکا په منځکړتوب له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو تړونونه لاسلیک کړي دي.

د دغو تړون هدف دا دی چې په منځني ختیځ کې د ایران په مقابل کې یوه جبهه جوړه شي.

د متحدو عربو اماراتو د کابینې په اعلامیې کې ویل شوي دي چې دا تړون به په سیمه کې د سولې او ثبات په برخه کې د خلکو د هیلو او د پرمختګ د هڅو ننګه کوي.

اعلامیه وايي چې دا تړون به په اقتصادي او فرهنګي‌برخو کې روابط لا ښه کړي.

د اسرائیلو کابینې هم دا تړون ومانه او پارلمان یې پرې تېره اونۍ رایه ورکړه.

ټاکل شوې چې د اماراتو یو هیئت له امریکایي چارواکو سره یو ځای د سه شنبې په ورځ اسرائیل ته ولاړ شي. دا امریکايي چارواکي نن له بحرین څخه ابو ظبهي ته راغلي دي.

اسرائیل او متحدو عربو اماراتو وار د مخه ځینې تړونونه لاسلیک کړي دي.

د اسرائیلو د ترانسپورت وزارت وايي د سه شنبې په ورځ یو لړ نور تړونونه هم لاسلیک کړي چې د دواړو غاړو ترمنځ ۲۸ هوايي پروزاونه هم پیل شي.