اوبر هوايي ټکسي خدمات پیلوي

اوبر دا مهال د نړۍ په ۶۰۰ ښارونو کې د ټکسي خدمتونه لري

د اوبر هوايي ټکسي به په ساعت کې ۳۲۲ کیلومتر سرعت ولري او تر ۲۰۲۳ کال پورې به په ځينو ښارونو کې کار کوي.

د اوبر شرکت د تولیداتو د برخې مشر جیف هولډین وايي اوبر به په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا په لاس انجلس ښار کې د څلورو سپرلیو د هوايي ټکسۍ ازموینه پیل کړي. دغه ټکسي به په یو ساعت کې ۳۲۲ کیلو مېتره مزل کوي. اوبر غواړي د هوايي ټکسي خدمات له ۲۰۲۳ کال نه په ځینو امریکايي او اروپايي ښارونو کې پیل کړي.

دا مهال د اوبر شرکت ښاري ټکسۍ لرې چې د یو ځانګړې سافټویر په اساس کار کوي. ښاغلي هولډین وویل چې هوايي ټکسۍ به یې هم په همدې ډول کار وکړي.

اوبر چې د شخصي ټکسي خدماتو د کاروبار نوښتګر شرکت بلل کیږي د نړۍ په شاوخوا ۶۰۰ ښارونو کې دا مهال ښاري ټکسۍ لري.

له ناسا سره تړون

د اوبر شرکت وايي د امریکا فضايي ادارې ناسا سره یې تړون کړی چې د ټېټې ارتفاع هوايي او الوتونکیو ټکسیو د سمبالښت لپاره سافټویر یا کمپیوټري پروګرامونه جوړ کړي. په دغې پروژې کې له امریکا د باندې هوايي ترافیک شامل نه دي.

ناسا له ۱۹۵۰ کلونو راهېسې دا ډول تړونونه کوي چې د راکټونو توغول تنظیم کړي. ناسا وايي د دغه تړون هدف یې دا دی چې د ښاري سیمو په فضا کې د سلګونو او زرګونو الوتکو د تګ راتګ ستونزه حل کړي.

اوبر په بوختو او مصروفو هوايي ډګرونو او د دغو ډګرونو په شاوخوا کې به د هوايي ترافیک د کنترول له څانګې سره په ګډه کار کوي.

رویټرز وايي ناسا د دغه تړون په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي، خو څو میاشتې مخکې یې ویلي وو چې له یو شمېر سترو او کوچنیو شرکتونو سره ګډ کار کوي چې د ښاري فضا رادبره کېدونکی مارکیټ وغوړوي.