اروپايي ټولنې له طالبانو د 'کور په کور عملیاتو' د بندولو غوښتنه وکړه

وسله وال طالبان

د طالبانو حکومت څو ورځې مخکې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کور په کور «تصفیوي عملیات» پيل کړي‌ او وايي که اړتیا وه نورو ولایتونو کې به هم دا ډول عملیات وکړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي له طالبانو غوښتي دي چې دا عملیات دې بند کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په دغو عملیاتو کې یې د داعش شپږ غړي او ۵۳ غله نیولي او یو شمېر دولتي وسایط یې ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټولنیزو رسنیو کې ځینو افغانانو ادعا کړې ده چې طالبانو په دغو عملیاتو کې له خلکو سره بد چلند کړی او همدغه راز دوی وايي چې یو شمېر ګرانبیه توکي، مالونه او نقدې پېسې یې هم ورک شوي دي.

خو د طالبانو ویاند وایي‌ چې په دغو عملیاتو کې د جومات امام او د سیمې استازي «وکیل ګذر» له طالبانو سره وي‌ او دوی له موجودیت پرته هېڅوک د چا کور ته داخلېدای نشي.

د کابل یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د تالاشۍ پر مهال یې کور «ګډ وډ» کړ او په دیوالونو کې یې په ځړېدلو کورنیو تصویرونو هم انتقادونه وکړل.

د کابل ښار د تایمني د سیمې دغه اوسېدونکی نغواړي چې نوم په راپور کې وویل شي،‌ هغه وویل چې له طالبانو سره د سیمې استازی او دوې ښځې هم وې.

طالبان ادعا کوي‌ چې د دغو عملیاتو اصلي هدف د کابل ښاریانو لپاره د امن فضا برابرول دي. په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپا ځانګړي استازي وان برنت د طالبانو په دغو عملیاتو انتقادکړی دی او له هغوی څخه یې غوښتي دي‌چې دا عملیات ودروي.

هغه لیکلي دي: «ترهه، د کورونو تالاشي، نیونه او د نورو قومونو د غړو او ښځو سره خشونت جرم دی او باید ژر تر ژره بند شي.»

نوموړي طالبانو ته په خطاب کې ویلي دي چې په اوکراین کې د روسیې د یرغل د نظارت تر څنګ «له تاسو هم نظارت» کوو.