د کرونا ویروس د اروپایي هیوادونو د جام سیالۍ وځنډولې

د اروپا د فوټبال اتحادیې (یوفا) پریکړه وکړه چې کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر د اروپایي هیووادونو د فوټبال د اتلولۍ سیالۍ دې بل کال کې وشي.

د یوفا په بیړنۍ غونډه کې چې د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۷ د انټرنیټ او ویدیویي کنفرانس له لارې وشوه ددې اتحادیې غړو د سږکال د اروپا د ملتونو د جام د لوبو په ځنډولو موافقه وکړه.

ټاکل شوې وه چې دغه سیالۍ د ۲۴ هیوادونو د ملي ټیمونو په ګډون د جون په ۱۲ د اروپا په امستردام، باکو، بیلبایو، بخارست، بوداپست، کوپنهاگن، دوبلین، گلاسکو، لندن، مونشن، روم او سنت پترزبورگ ښارونو کې وشي.

د اروپا د فوټبال د اتحادیې رئیس الکساندر چفرین، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې: "پداسې وخت کې دا د فوټبال په ټولنې پورې اړه لري چې خپل مسوولیت، اتحاد، پیوستون او تیریدنه په ډاګه کړي."

په اروپا کې د کروناویروس خپریدو ته په پاملرنې او په اکثرو اروپایي هیوادونو کې د داخلي لوبو په فسخ کیدو سره د یوفا یو شمیر غړو د هغې جملې نه ایټالیا د اروپا د ملتونو د جام د لوبو یا "یورو ۲۰۲۰" د لغو کیدو غوښتنه کړې وه.

ښایي ددغو لوبو ځنډول د اوس لپاره د یوفا غړو ته یو ښه خبر وي خو د راتلونکي کال د سیالیو مهالویش ډیر پیچلی او سختوي.