نوي بندیزونه؛ بریتانیا د روسیې د الماسو په ګډون د منرالونو واردات بندوي

په مسکو کې د الماسو د تولید د شرکت د مرکزي دفتر مخه

د بریتانیا حکومت د اوکراین په جګړې کې د روسیې د مالي توان د کمزوري کولو په هدف د دغه هېواد د منرالونو په سکتور باندې نوي بندیزونه په ډاګه کړل.

بریتانیا د جمعې په ورځ مۍ ۱۹ (غوايي ۲۹) د جاپان په هېروشیما کې د جي- ۷ [۷ ستر اقتصادونه] د غونډې په درشل کې اعلان وکړ چې د روسیې د المونیمو، الماسو، مسو او نکلو په وارداتو باندې به بندیزونه ولګوي.

لندن ویلي دي چې د روسیې الماس یې بندي کړي او د دغه هېواد نور تاسیسات یې، چې د روسیې د ولسمشر په پوځي صنعت کې دخیل دي، تر هدف لاندې دي.

د اټکل له مخې د روسیې د الماسو تجارت په کال کې د څلورو او پنځو میلیاردو ډالرو ترمنځ دی. تمه کېږي چې د هېروشیما په غونډه کې به په روسیې باندې نوي او نور بندیزونه هم ولګول شي.

یو امریکایي مقام ویلي دي، چې واشنګټن به ۷۰ روسي او بهرني بنسټونه د سوداګرۍ په تور لست کې شامل کړي. دغه مقام، چې د فرانس پرس په راپور کې یې نوم اخیستل شوی نه دی، ویلي دي: «د [روسیې] په ۷۰ افرادو، بنسټونو، بېړیو او الوتکو باندې به ۳۰۰ نوي بندیزونه ولګول شي.»

تمه کېږي، جي-۷ هېوادونه به د موجوده بندیزونو په سختولو باندې کار کوي، چې په روسیې باندې لارې چارې بندې کړي، نړیوال مالي سیستم ته یې لاسرسی لا محدود کړي او د اوکراین د جګړې تر پای پورې یې شتمنۍ ګنګل وساتي.

بلجیم، هند او متحده عرب امارات د روسیې د الماسو ستر پیردونکي دي او متحده ایالتونه بیا د روسیې د محصولاتو عمده بازار ګڼل کېږي.

د اتلانتیک شورا د تحقیق په اساس، د جي-۷ هېوادونه، عمدتآ اروپايي هېوادونه، لا هم هره میاشت روسیې ته د ۴.۷ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات کوي، چې ۴۳ سلنه یې د اوکراین تر جګړې مخکې صادرات وو.

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک وویل، چې نوي بندیزونه د دې څرګندوی دي چې د جي-۷ هېوادونه د روسیې د ګواښ په مقابل کې متحد او د اوکراین په حمایت کې ثابت قدم دي.

تر دې دمه د نړیوالو له لوري د ولسمشر ولادمیر پوتین، د هغې د ښځې، د واګنر ګروپ د مشر او د کرملین د ویاند په ګډون د روسیې په ۴۸۰۰ افرادو او بنسټونو باندې بندیزونه لګول شوي دي.