د برتانیې څخه رونډا ته د پنا غوښتونکو پلان د حقوقي جنجال سره مخ دی

د برتانیې د حکومت هغه پلان چې غواړي پدې هیواد کې پنا غوښتونکي تر هغې چې په اسنادو یې کار کیږي، افریقایي هیواد رونډا ته واستوي، پداسې حال کې د حقوقي ستونزې سره مخ شوی چې عملي کیدو ته یې یوازې څو ورځې پاتې دي.


سره لدې چې ټاکل شوې وه پنا غوښتونکو لومړۍ جوپه چې سل تنه و همدې روانې جون میاشتې په ۱۴مې د برتانیې څخه رونډا ته واستول شي، خو د غیر دولتي څو سازمانونو یوې ډلې او د پنا غوښتونکو د حقونو لپاره د فعالینو ډلو په لندن کې سترې عالي محکمې ته عریضه کړې او د دې الوتکې د پرواز د مخنیوي غوښتنه یې کړې.

ټاکل شوې دا محکمه په راتلونکو څو ورځو کې پریکړه وکړي چې آیا د برتانیې څخه رونډا ته د پنا غوښتونکو د لیږد پریکړه منظوروي یا یې ردوي.

د دې خیریه مؤسسو غړي ټینګار کوي چې د سودان، سوریې، عراق او ایران څخه برتانیې ته کډه شوي خلک پخپلو هیوادون کې د ناوړه شرایطو له کبله اړ شوي چې په سختو لارو چارو ځانونه تر برتانیې راورسوي.

د روان میلادي کال د پیل راهیسې د انګلش چینل د لارې په کښتیو کې شاوخوا ۱۰ زره پنا غوښتونکو ځانونه تر برتانیې رسولي. سره لدې چې دا په نړۍ کې د کښتیو د تګ راتګ له پلوه تر ټولو مصروفه لار ده خو بیا هم پنا غوښتونکي دیته زړه ښه کوي چې په وړو ربړي کښتیو کې د اروپایي هیوادونو څخه ځانونه برتانیې ته ورسوي.

پدې خطرناک سفر کې د ماشومانو په ګډون لس ګونه کسان مړه شوي هم دي.


برتانیه غواړي چې د دې کډوالو او پنا غوښتونکو راتګ بند شي. د دې هیواد د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاټیل د همدې روان ۲۰۲۲ کال په سر کې د رونډا سره پنځه کلن تړون لاسلیک کړ.

د تړون له مخې د برتانیې څخه به تر ۳۰ زرو پورې پنا غوښتونکي په زور رونډا ته استول کیږي او د پنا غوښتنې اسناد به یې د برتانیې د پنا غوښتنې له مخې نه بلکې د رونډا د قوانینو پر اساس طی مراحل کیږي.

برتانیې په تړون کې موافقه کړې چې د دې کار لپاره به په لومړي سر کې رونډا ته ۱۴۹ ملیونه امریکایي ډالر ورکول کیږي او په اټکلي توګه به د هر کډوال پر سر د اسنادو د طی مراحل لپاره رونډا ته د ۲۵ زرو څخه نیولې تر ۳۵ زرو ډالرو پورې ورکول کیږي.


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ هم د برتانیې پدې پلان انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د دې ستونزې د حل کولو لپاره نورې داسې اغیزمنې او انساني لارې چارې شته دي.