د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر: د طالبانو د امربالمعروف قانون وحشتناک دی

ډیویډ لمي په هغو نړیوالو لوړپوړو مشرانو کې شامل دی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته یې د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان څخه لیدنه کړې ده.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون خپریدو ته د نړیوالو غبرګونونو په لړ کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لمي هم غبرګون ښودلی او د ښځو د حقونو د ځپلو په برخه کې یې دا قانون د یو وحشتناک قانون په توګه یاد کړی دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو او د ټولګټو هیوادونو او پراختیايي چارو وزیر ډیویډ لمي د شنبې د ورځې ناوخته د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د امربالمعروف او نهی عن المنکرد دا قانون به په افغانستان کې ښځې د طالبانو له خوا د لا ظلم سره مخ کړي.

ډیویډ لمي لیکلي: "افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو باندې د نور ظلم په اصطلاح امر بالمعروف قانون وحشتناک دی. د عامه ژوند له ټولو برخو د ښځو لیرې کول د دغه هیواد او خلکو لپاره یو بل غمجن په شاتګ دی."

د بریتانیا د بهرنیو چارو نوی وزیر په هغو نړیوالو لوړپوړو چارواکو کې شامل دی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته یې د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان څخه په ۲۰۲۲ کال کې لیدنه کړې وه.

هغه کابل ته د خپل سفر پر مهال د ماشومانو یو روغتون ته هم ورغلی و. همداشان هغه د ځوانانو یو مرکز، چې د د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف او د ملګرو ملتونو کډوالو د عالي کمسیشنرۍ له خوا په ګډه اداره کیږي هم ورغلی و.

د بریتانیا د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې ډیویډ لمي له افغانستان څخه د بریتانوي ځواکونو د وتلو یو له منتقدینو څخه دی او په افغانستان کې یې د طالبانو بیا واکمنیدلو وروسته حالت یو "ناورین" ګڼي.

د طالبانو د مشر له خوا د امر بالمعروف د نوي قانون په خپریدو د بریتانیا د بهرنیو چارو ددغه غبرګون دمخه ملګرو ملتونو او د ځینو نورو نړیوالو او افغان بنسټونو هم تند غبرګونونه ښودلي وو. په کابل کې د جاپان سفارت هم د شنبې په ورځ اګست ۲۴( سنبلې درېیم) دایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي یې دي‌ چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د بندیزونو دوام ته اندېښمن دی.

دغه سفارت لیکلي چې لیکلي چې د طالبانو حکومت باید د افغان ښځو او نجونو غوښتنو ته پام وکړي.

د جاپان سفارت ویلي: "لکه څنګه چې د امربالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر قانون کې اعلان شوی موږ یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د پرله پسې محدودیتونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوو".
+
د جاپان سفارت ویلي چې له نړیوالې ټولنې سره به په همغږۍ د طالبانو له حکومت څخه وغواړي چې "د افغانستان د راتلونکي لپاره د زده کړې، کار کولو او په ازاده د تګ راتګ د حقونو په برخو کې د افغان میرمنو او نجونو غږ واوري."

د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې دغو غبرګونونو ته لا ځواب نه دی ویلي، خو دغه حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي د اګست په ۲۲ (سنبلې اول) د بلخ ولایت مرکز د مزارشریف په ښار کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې په افانستان کې د شریعت تطبیق اود حجاب رعایتول ددغه حکومت سره کرښه ده. هغه ددغه وزارت د محتسبینو څخه وغوښتل چې د امربالمعروف نوی قانون دې تطبیق کړي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د روان ۲۰۲۴ کال د جولاې په ۳۱ د امربالمعروف یو قانون توشیح کړ چې د طالبانو د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت محتسبینو ته ددې واک ورکوي چې په افغانستان کې د یو قانون له مخې د خلکو د اخلاقي کړنو څارنه وکړي.

دغه قانون کې چې د اګست د میاشتې په ۲۱ د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا ددغه وزارت په انټرنیټي پاڼه خپور شوی، د څلور فصلونو او ۳۵ مادې لري.

ددغه قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په ‌کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړ غږ ویل یې هم عورت بلل شوي اږ منع شوي دي.

همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.

دا په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته لومړی ځل دی چې د طالبانو حکومت د یو قانون په چوکاټ کې د خلکو اخلاقي کړنې څاري.

ددې دمخه تیره اونۍ د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو د خپل وزارت د تیرو ۱۲ میاشتو کړنو په اړه خبریالانو ته د معلوماتو پر مهال وویل چې ددغه وزارت د پالیسو مطابق په رسنیو کې تر ۹۰ فیصده اصلاحات پلي شوي دي.

دغه وزارت چارواکو وویل چې د یو کال په موده کې یې ۱۳ زره کسان د غیراخلاقي کړنو په تور نیولي دي. په دې شمیر کې یو ځینې خبریالان هم شامل دي.

دغه وزارت ویلي چې په تیرو ۱۲میاشتو کې یې له ۲۱ زرو څخه زیاتې د موسیقۍ د غږولو بیلا بیلې الې له منځه وړي دي.