بریتانیا کې حکومت تیرې یوې میاشت کې څه باندې ۶۰۰ غیر قانوني کډوال نیولي

په بریتانیا کې چارواکو دوشنبه فبروري لسمه ( سلواغې ۲۲) ویلي چې د کډوالو د قانون تطبیق ادارو په تیرې یوې میاشتې کې ددې هیواد په بیلا بیلو برخو کې څه د پاسه ۶۰۰ ناقانونه کډوال نیولي چې د تیر کال همدې مودې په پرتله پکې ۷۳ په سلو کې ډیروالی راغلی.

د حکومت په اعلامیې کې ویل شوي چې دا ۶۰۹ کسان په څه باندې ۸۰۰ رستورانتونو، د موټرو وینځلو ځایونو، وړو مغازو او سنګارتونونو باندې په چاپو کې نیول شویدي.

د حکومت په اعلامیې کې ویل شوي چې تیر کال په همدې مودې کې پولیسو یوازې ۳۵۲ تنه کډوال نیولي و چې پدې هیواد کې د پاتې کیدو لپاره یې قانوني اسناد نه درلودل.

حکومت همدارنګه ویلي چې یو شمیر داسې کسان یې هم نیولي چې بریتانیې ته ناقانونه کډوال په قاچاقي توګه راولي خو دا یې ندي ویلي چې دا کسان د کوم هیواد یا هیوادونو اتباع دي.

د بریتانیا د کارګر ګوند صدراعظم کییر سټارمر چې تیر کال واک ته ورسید، په سمدستي توګه یې د مخکني محافظه کار ګوند صدراعظم، ریشي سوناک هغه پلان فسخ کړ چې دې هیواد ته د کډوالو راتګ د مخنیوي لپاره یې ناقانونه کډوال روانډا ته استول.

نوي صدراعظم ژمنه کړې وه چې روانډا ته د ناقونه کډوالو د استولو پر ځای به د هغو قاچاقبرانو پر ضد اقدام وکړي چې دې هیود ته ناقانونه کډوالو په راوستلو کې مرسته کوي.
د بریتانیې د کورنیو چارو وزیرې یویت کوپر ویلي چې پدې هیواد کې استخدام کوونکي د پخوا راهیسې د ناقانونه کډوالو څخه "ناوړه ګټه اخلي" او ډیر خلک پدې توانیدلي چې دې هیواد ته په ناقانونه توګه راشي.

میرمن کوپر زیاته کړه، "مونږ د قانون تطبیق په بې سارې توګه جدي کړی او هم مو د جنایي ډلو ځپلو لپاره جدي قوانین وضع کړی چې زمونږ سرحدي امنیت کمزوری کوي او د پخوا راهیسې د قانون څخه بچ پاتې شوي."

سلګونه زره ناقونه کډوال هر کال د فرانسې د شمال څخه د انګلنډ چینل په نامه د بحر د لارې ځانونه په وړو کښتیو کې بریتانیې ته رسوي. چارواکو ویلي چې د تیر ۲۰۲۴ کال د جون تر میاشتې پدې هیواد ته ۷۲۸۰۰۰ کډوال د همدې لارې بریتانیې ته ورغلي و.