بریتانیا د سپیو په ساتلو باندې په بندیز غور کوي

په بریتانیا کې پر انسانانو باندې د سپیو د یو لړ مرګانیو بریدونو وروسته اوس دغه مسئله د هېواد تر لوړ پوړو چارواکو رسېدلې ده.

په مرکزي انګلستان کې د جمعې په ورځ سپتمبر ۱۵ (وږي ۲۴) ددغه هېواد د بیړنیو خدماتو ادارې وویل یو کس د سپيو په برید کې له سخت ټپي کېدو وروسته مړ شوی دی.

دا په بریتانیا کې پر انسانانو باندې د سپیو د مرګاني بریدونو وروستۍ پېښه ده چې د صدراعظم ریشي سوناک حکومت یې په اړه د جدي ګامونو پورته کولو ژمنه کړې ده.

برمینګم ښار ته څېرمه د پنجشنبې په ورځ بیړنیو خدماتو ته خبر ورکړل شو چې یو سړی د دوو سپیو له برید وروسته سخت ټپي شوی دی.

د ویسټ میډلنډ سیمې د امبولانس ادارې وویل: "کله چې سیمې ته ورسېدو، موږ ولیدل چې یو کس څو ځایه سخت ټپي شوی. متاسفانه، روغتون ته له وړلو وروسته یې ساه ورکړه."

د سټافرډشایر سیمې پولیسو وویل یو ۳۰ کلن سړی یې د خپلو سپیو د خوشې کولو او بې پروایۍ په تور نیولی دی.

په بریتانیا کې پر انسانانو باندې د سپیو د یو لړ مرګانیو بریدونو وروسته اوس دغه مسئله د هېواد تر لوړ پوړو چارواکو رسېدلې ده.

د شنبې په ورځ هم د سپي په برید کې د یوې ۱۱ کلنې نجلۍ د سختې ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.

له دې پېښې وروسته د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې سویلا براورمن وویل چې حکومت یې د "امریکايي بولي" غټو سپیو پر ساتلو د بندیز په اړه غور کوي.

براورمن په ایکس (ټویټر) کې ولیکل: "امریکایی بولي غټ سپي زموږ د ټولنو لپاره یو واضح او وژونکی خطر دی، په ځانګړې توګه ماشومانو ته. موږ نشو کولی له دې خطر سره ژوند وکړو. ما د دغو سپیو د منع کولو په اړه بیړنۍ مشوره ورکړه."

همدراز د جمعې په ورځ صدراعظم ریشي سوناک هم ټینګار وکړ چې حکومت یې په دې اړه جدي اقدام کوي.

نوموړي وویل: "نن ما وزیرانو ته دنده وسپارله چې پولیس او متخصصین سره راټول کړي چې معلومه کړي پدې بریدونو کې د کوم نسل سپیان لتاړ دي، ترڅو بندیز پرې ولګول شي."

بریتانیا له وړاندې د سپیانو د ځینو نسلونو پر ساتلو بندیز لګولی دی چې په هغو کې "پیټبول ټیریر"، جاپاني "توسا"، "ډوګو ارجنټینو" او "فیلا براسیلیرو" سپي شامل دي.

بریتانیايي مقامات اوس هڅه کوي چې په دغه لیست کې د امریکايي "بولي" غټو سپیو نوم هم شامل کړي.