ایا بریتانیا به هند د روسیې په خلاف اقدام کولو ته قانع کړي؟

د بریتانیې صدراعظم هند ته په رسمي سفر تللی.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسنس نن پنجشنبه اپریل ۲۱ (غوايي۱) هند ته په رسمي سفر رسیدلی.

سره لدې چې هند ته د ښاغلي جانسن د سفر هدف تر ډیره حده د پانګې اچوونې او سوداګرۍ اړوند موضوعاتو پورې تړل شوی خو هغه ښایي دا کوښښ هم وکړي چې د هند صدراعظم نریندرا مودي پدې قانع کړي چې د هغو بندیزونو ملاتړ وکړي چې غربي هیوادونو په اواکرین د یرغل له کبله په روسیې لګولي.

ښاغلی جانسن نن د ښاغلي مودي پلرني ایالت ګجرات ته ورسید او هلته یې د سوداګرو سره وکتل او هم یې د احمد آباد تاریخي ښار کلتوري سیمو څخه لیدنه وکړه.

ټاکل شوې د بریتانیا صدراعظم به د جمعې په ورځ په نوې ډهلي کې د خپل هندي سیال سره وګوري.
په بریتانیا کې چارواکو ویلي چې هند ته د ښاغلي جانسن د سفر هدف د دواړو هیوادونو تر منځ د دفاع، مصنوعي ذکاوت، زرغونې انرژۍ، روباتونو، بریښنایي موټرو او فضا ته د سپوږمیکو د لیږلو په برخې کې ګډه همکاري کول دي او هم به د دواړو هیوادونو تر منځ یوه تړون نهایي شي چې له مخې یې د هند اتباعو ته اجازه ورکول کیږي چې په بریتانیې کې کار او زده کړې وکړي.

د بریتاناې صدراعظم پداسې حال کې د هندي چارواکو سره ګوري چې هند په اوکراین د یرغل له کبله روسیه ندې غندلې او نه یې هم په ملګرو ملتونو کې په روسیې د بندیزونو ملاتړ کړی.

هند ځکه دا کار ندی کړی چې د بریښنا، کرنیزو موادو او نظامي تجهیزات ډیری واردات یې د روسیې څخه دي.

سره لدې چې متحده ایالاتو د هند څخه غوښتي و چې د روسیې څخه د تیلو او انرژۍ اړوند نور مواد واردول کم کړي خو د بریتانیې صدراعظم وایي چې په تاریخي لحاظ هند د روسیې سره بل ډول اړیکې لري – هغه شان اړیکې چې بریتانیه او روسیه یې د څو لسیزو راپدیخوا نلري.

ښاغلي جانسن وویل، "مونږ باید دا حقیقت په نظر کې ونیسو خو پدې هکله به د نریندرا مودي سره وغږیږم".

تر دې وړاندې د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیره لیز تروس هم نوي ډهلي ته پدې خاطر تللې وه چې هندي چارواکي اړ باسي د روسیې په خلاف سخت دریځ غوره کړي خو تش لاس هیواد ته ستنه شوه.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هم اپریل ۱۱ (وري۲۲) د ښاغلي مودي سره د ویډیو کنفرانس د لارې د هند څخه وغوښتل چې په ګاونډي هیواد اوکراین د یرغل له کبله د روسیې په خلاف جدي دریځ غوره کاندي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي د دواړو مشرانو تر منځ د مجلس په هکله وویل چې ښاغلي بایډن ښاغلي مودي ته ویلي چې متحده ایالاتونه چمتو دی د هند د انرژۍ سرچینې متنوع کاندي.

میرمن ساکي وویل، "جمهور رئیس (جو بایډن) دا هم واضح کړه چې هغه پدې باور ندی چې د روسیې څخه د تیلو او نورو اجناسو د وراداتو ډېرول یا چټکول د هند په ګټه ندي".

سره لدې چې هند په اوکراین د روسیې د یرغل په موضوع کې تر اوسه بې طرفي غوره کړې چې په واشنګټن کې د اندیښنې سبب شوې خو روسیې بیا هند د دې کار په خاطر ستایلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف چې تیره میاشت یې د امریکا د نیوریاک په ښار کې د هند د صدراعظم نریندرا مودي سره وکتل ویلي چې "هند د وضعیت په هکله په یو اړخیزه توګه نه بلکې په بشپړه توګه قضاوت کړی".

په اوکراین د روسیې د یرغل په هکله د بې طرفه پاتې کیدو تر څنګ هند په روسیې د بندیزونو لګولو څخه هم ځان ډډې ته کړی او تیره اوونۍ یې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې په هغې رای ګیرۍ کې برخه وانخیسته چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د روسیې د غړیتوب د ځنډیدو په خاطر وشوه.

سره لدې چې متحده ایالاتو او نورو غربي هیوادونو د هند څخه غوښتي چې د روسیې څخه دې تیل او ګاز نه واردوي خو هند دا ټولې غوښتنې له پامه غورځولي.