د بریتانیې د پارلمان غړي: د افغانستان څخه د وتلو طریقه مو د متحدینو سره خیانت و

د بریتانیې پارلمان د افغانستان څخه د دې هیواد د ځواکونو د وتلو په هکله په څیړنو کې چې نتیجه یې سه شنبه مې ۲۴ (غبرګولي ۳) خپره شوې ویلي چې دا د پلان جوړونې، چمتوالي او رهبرۍ سیستوماتیکه ناکامي ښیي.


د پارلمان د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې په تحقیقاتو کې معلومه شوې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو لخوا د کابل د نیولو څخه وړاندې او د کابل د نیولو پر وخت د "ملي اضطراري حالت پر مهال د پلان جوړونې او رهبرۍ اساسي کمبود و".

د راپور په یوې برخې کې ویل شوي، "د افغانستان څخه زمونږ د وتلو رویه ناوړه وه او زمونږ د متحدینو سره داسې خیانت دی چې د کالونو لپاره به د بریتانیې ګټې زیانمنې کړي".

د بریتانیې په حکومت د اګست په میاشت کې هم وروسته تر هغه ګڼ شمیر انتقادونه وشول چې د متحده ایالاتو لخوا د افغانستان څخه د سر تیرو د ایستلو د اعلان څخه وروسته دې هیواد هم په چټکۍ د خپلو سرتیرو د ایستلو پریکړه وکړله.

بریتانیه پداسې حال کې د افغانستان څخه ووته چې سل ګونه هغه افغانان چې د طالبانو د راتګ څخه وروسته د افغانستان څخه د وتلو په شرایطو برابر و، هلته پریښودل شول.


په کابل کې د بریتانیې په سفارت کې هم چې په ودانۍ کې یې هیڅوک نه و، د ګڼ شمیر هغو افغانانو معلومات پاتې و چې یا یې پدې سفارت کې کار کاوه او یا یې د کار کولو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي و او له همدې کبله یې ژوند په خطر کې و.


بریتانیې په کابل کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته د تخلیې په بهیر کې څه باندې ۱۵ زره افغانان چې برتانوي اتباع هم پکې شامل دي، په الوتکو کې وایستل او د بریتانیې صدراعظم دا ماموریت ستایلي و.

د بریتانیې د پارلمان دا راپور داسې مهال خپریږي چې د بشري حقونو د څار اداره وایي تر اتو میاشتو وروسته چې ګڼ شمیر افغان پناه غوښتونکي د افغانستان څخه ایستل شوي، لا هم د بریتانیې په هوټلونو او د اوسیدنې په موقتي کورونو کې ژوند کوي.دې ادارې ویلي چې په موقتي کورونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره ده او په ځانګړې توګه یې د میرمنو لپاره ډیرې ستونزې پیدا کړي.

د بشري حقونو د څار په ادارې کې د میرمنو د حقونو یوې څیړونکې سحر فطرت وویل، " د هغو افغان میرمنو سره مرکې شوې د افغانستان څخه د ایستل کیدو په خاطر منندویې دي. خو هغوي د افغانستان څخه تر وتلو وړاندې او د وتلو پر وخت د غټ ټکان سره مخ شوي او اوس داسې شرایطو سره مخ دي چې د هغوي په ذهنونو یې ناوړه اغیزه کړې".

یو شمیر افغانې کډوالې میرمنې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راپدیخوا د لندن په ښار کې موقتي ژوند کوي د بشري حقونو د څار ادارې سره په مرکو کې ویلي چې په کورنیو کې یې د زور زیاتي پیښې ډیرې شوي او دا خبرداري یې هم ورکړي چې په ګرځیدو راګرځیدو یې محدودیتونه لګیدلي دي.

د بشري حقونو د څار ادارې پدې راپور کې چې پنجشنبه مې ۱۲ (غوایي۲۲) خپور شوی ویل شوي چې د افغان کډوالو د دې ناوړه وضعیت په هکله خپلې اندیښنې په یو لیک کې د بریتانیې د کورنیو چارو، کډوالو چارو او نورو اړوندو ادارو سره شریکې کړي او پدې هکله یې هم معلومات تر لاسه کړي چې حکومت د دې ستونزو حل پروګرامونه لري