برتانیې د ایران تر ټولو جګپوړی دپلومات احضار کړی

په ایران کې د تیر کال سپټمبر د میاشتې راپدیخوان د حکومت ضد پراخې ولسې مظاهرې پیل شوې.

په ایران کې د مظاهره چیانو په اعدامونو د اعتراض څرګندولو لپاره برتانیې د تهران تر ټولو جګپوړی دپلومات اجضار کړی او دا اعدامونه یې په سختو ټکو غندلي دي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي ویلي چې دوشنبه جنوري ۹ (مرغومي۱۹) یې په لندن کې د ایران شارژدافیر وروسته تر هغه احضار کړ چې ایراني چارواکو دوه مظاهره کوونکي سید محمد حسیني او محمد مهدي کرامي اعدام کړل.

ښاغلي کلیورلي پدې هکله په اعلامیې کې لیکلي، " نن مې د ایران شارژدافیر احضار کړ چې هغه ناوړه اعدامونه تر ټولو په سختو ټکو وغندم چې تیره اوونۍ په ایران کې وشول".

ایران د شنبې په ورځ جنوري اومه د هغه هیواد د پراخو پیل شویو مظاهرو په تړاو دا دوه کسان اعدام کړل. ویل کیږي دغه دوه کسان د یو امنیتي مامور (شبه نظامي) د وژل کیدو په تور اعدام شوي دي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې"محمد مهدي کرمي او سید محمد حسیني، د جرم اصلي عاملین چې د روح الله عجمیان د شهادت لامل شوی، نن سهار اعدام شول."

څارنوالانو ویلي‌ دغه ۲۷ کلن امنیتي ساتونکی د یو ډله ماتم کوونکو له خوا چې یو وژل شوي مظاهره کوونکي ته یې د درناوي مراتب وړاندې کول، لومړی لوڅ کړای شوی او بیا وژل شوی و.

د ایران حکومت تر دې دوو کسانو مخکې، دوه نور کسان هم په هغه هیواد کې د پراخو پیل شویو مظاهرو له امله چې د پولیسو په قید کې د ۲۲ کلنې مهسا امنیتي تر مړینې وروسته پیل شوي، اعدام کړي وو.

لومړني دوه کسان د تیر کال په ډسمبر میاشت کې اعدام شول او د ایران د حکومت دې کار نه یوازې نړیوال غبرګونونه راوپارول بلکې د هغه هیواد په وړاندې د غرب د بندیزونو د لګیدو لامل شول.

په ایران کې د تیر کال سپټمبر د میاشتې راپدیخوا چې ۲۲ کلنه مهسا امیني د ایران د اخلاقي امنیت د پولیسو لخوا لومړی ونیول شوه او ورسته یې په روغتون کې ساه ورکړه، د حکومت ضد پراخې مظاهرې پیل شوې.

برتانیې د دې مظاهرو څخه وروسته په څه باندې ۴۰ ایراني چارواکو چې د بشري حقونو څخه د جدي سرغړاونو تورونه پرې لګول شوي، بندیزونه هم لګولي دي.