بریتانیا د اوکراین سره ۱.۳ ملیارده پونډه نظامي مرستې کوي

بریتانیا شنبه مې ۷ (غوایي ۱۷) ویلي چې اوکراین ته د ۱.۳ ملیارده پونډو په ارزښت نظامي مرستې ورکوي.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن د دې مرستو په هکله په اعلامیې کې ویلي، "د پوتین ظالمانه برید نه یوازې په اوکراین کې د بې حده وراني سبب شوی بلکې په ټولې اروپا کې سولې او امنیت ته یې خطر پیښ کړی".

بریتانیا پداسې حال کې د اوکراین سره ددې نظامي مرستو اعلان کړی چې ټاکل شوې یکشنبه مې ۸ (غوایي۱۸) د جې-۷ هیوادونو مشران د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي سره په مجازې غونډې کې برخه واخلي او پدې وغږیږي چې د روسیې د یرغل په مقابل کې د کیف سره غربي هیوادونه څه ډول مرستې باید وکړي.

دا لومړی ځل ندی چې بریتانیا د فبروري د ۲۴ مې راپدیخوا چې روسیې په ګاونډي هیواد یرغل کړی د کیف سره نظامي مرستې کوي.

د بریتانیا حکومت تر دې وړاندې اوکراین ته د ټانکونو ضد توغندي، د هوایي دفاع سیستمونه او نورې وسلې هم ورکړي.

پخپله صدراعظم بوریس جانسن چې تیره میاشت یې په اوکراین کې د جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي سره هم وکتل، د روسیې د یرغل په مقاومت کې د کیف یو تر ټولو سر سخته ملاتړی دی.

د بریتانیا حکومت ویلي چې د اوکراین سره دا نظامي مرستې د هغې بودجې څخه اخیستل کیږي چې حکومت د عاجلو حالاتو لپاره بیلې کړيدي. حکومت همدرانګه ویلي چې ټاکل شوې صدراعظم بوریس جانسن د همدې میاشتې په وروستیو شپو ورځو کې د هیواد ستر دفاعي شرکتونو د مشرانو سره غونډه وکړي او د تولیداتو په ډیروالي ورسره وغږیږي.

د بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او متحده ایالاتو مشران پداسې حال کې ګوري چې ټاکل شوې روسیه دوشنبې د بري ورځ ولمانځي. دا هماغه ورځ ده چې په اروپا کې دویم نړیوال جنګ پای ته ورسید.

سره لدې چې بریتانیې د اوکراین سره د پام وړ نظامي مرستې کړي خو تر اوسه یې د پنځه ملیون اوکراینیانو څخه ډیر لږ د کډوالو په توګه منلي چې د جګړو له کبله یې هیواد پریښی.

د بریتانیا حکومت د شنبې په ورځ وویل چې تر اوسه یې ۸۶ زرو اوکراینیانو ته ویزې ورکړي خو یوازې ۲۷ زره یې بریتانیې ته رسیدلي دي.