په اوکراین د روسیې د برید احتمال؛ بریتانیا پولنډ ته نور عسکر استوي

د بریتانیا عسکر 

د بریتانیا د دفاع وزیر بن والسن دوشنبه فبروري‌ اوومه (سلواغه ۱۸) وویل چې ۳۵۰ نور عسکر به هم پولنډ ته استوي‌ چې د اروپا په ختیځ کې د روسیې په مقابل کې ناټو قوي کړي.

د بریتانیا د دفاع وزیر وویل چې دا عسکر به د بریتانیا له ۱۰۰ نورو هغو سرتېرو سره یو ځای شي چې وار دمخه پولنډ ته استول شوي‌ دي.

وايي دوی په دې کار سره له پولنډ سره خپله ژمنه عملي کړي.

جرمني هم تېره ورځ اعلان وکړ چې د ناټو په چوکاټ کې به بالتیک هېوادونو (استونیا، لتویا او لیتوانیا) ته سرتېري استوي.

جرمني‌ دا مهال په لتوانیا کې د ناټو د ماموریت مشري کوي‌ او شاوخوا ۵۰۰ عسکر یې هلته دېره دي.

د امریکا متحدو ایالتونو هم یوه پوځي جوپه پولنډ ته استولې او د امریکا د ولسمشر په لارښوونې به شاوخوا ۳۰۰۰ امریکايي عسکر د اروپا په ختیځ کې دېره شي.

روسیې د اوکراین په سرحد کې شاوخوا ۱۰۰زره عسکر دېره کړي او امریکا او لویدیځ اندېښنه لري چې مسکو به په اوکراین یرغل کوي، خو روسیه وایي‌ داسې کوم پلان نلري.

په همدې حال کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر نن روسیې ته خبرداری ورکړ چې له لویدیځ متحدینو څخه د کیف د جلا کولو هڅې دې بندې کړي.