د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کیمرون وايي چې له خپل ایراني سیال حسین امیر عبدالهیان سره یې خبرې کړې او په هغه یې فشار راوړی چې ایران باید په یمن کې د حوثي یاغیانو حمایت کول پرېږدي.
کیمرون، چې په داووس کې د نړۍ په اقتصادي غونډې کې برخه لري، د چهارشنبې په ورځ جنوري ۱۷ (مرغومې۲۷) په خپل ایکس حساب کې ولیکل: «ایران باید حوثي یاغیانو ته د وسلو او استخباراتي معلوماتو ورکول بند او له خپل نفوذ څخه کار واخلي چې په سرې بحیرې کې د حوثیانو بریدونه بند شي.»
هغه زیاته کړې ده: «ایران باید د سیمې په وضعیت سره خپل بې باکه عمل او د نورو د حاکمیت څخه سرغړونه پټ نه کړي. ما دا خبره په واضحه توګه د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان ته وکړه.»
Iran must cease supplying the Houthis with weapons and intelligence and use its influence to stop Houthi attacks in the Red Sea.Iran must also stop using the regional situation as cover to act recklessly and violate others’ sovereignty. I made this clear to FM @Amirabdolahian
— David Cameron (@David_Cameron) January 17, 2024
د کیمرون او عبدالهیان دا ملاقات یوه اوونۍ وروسته له هغه کېږي، چې بریتانیا له متحدو ایالتونو سره یو ځای په یمن کې د حوثي یاغیانو په مرکزونو بریدونه وکړل، چارواکي وایي هغه ځایونه یې په نښه کړي چې حوثي یاغیانو ترې په سرې بحیرې کې په تجارتي بېړیو باندې د بریدونو لپاره کار اخیسته.
د فرانس پرس خبري اژانس وايي چې د بریتانیا صدراعظم رېشي سوناک د دوشنبې په ورځ د خپل هېواد پارلمان ته وویل چې په دغو پلان شویو بریدونو کې د بې پیلوټه الوتکې د پرواز او د کروز میزایلو د توغولو د ځایونو په ګډون ۱۳ هدفونه وېشتل شوي او عملیات بریالي وو.
سوناک او کیمرون دواړو وویل چې دا بریدونه حقوقي، متناسب او د توجیه وړ وو. ایران، روسیې او دناټو غړې ترکیې د دغو بریدونو سره مخالفت ښودلی دی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې دا بریدونه د هغه د لارښوونې په اساس شوي دي. حوثي یاغیان وايي چې په سرې بحیرې کې په بېړیو باندې بریدونه په غزې باندې د اسرائیل د عملیاتو په ځواب کې کوي.
څو ورځې مخکې د امریکا پوځ وویل چې په سرې بحیرې کې یې په امریکایي بېړیو باندې د حوثي یاغیانو د میزایلو برید شنډ کړی دی.
د نړۍ تقریباً ۱۲ په سلو کې تجارتي بېړۍ او کښتۍ د سرې بحیرې د باب المندیب له تنګي څخه تیریږي چې د یمن جنوب لویدیځ او جیبوتي تر منځ دی. په دې وروستیو کې د حوثي یاغیانو د بریدونو له کبله دا تجارتي تګ راتګ ټکنی او ګډوډ شوی دی.