په یوکراین کې ماینونو د زرگونو ماشومانو ژوند د خطر سره مخ کړی-یونیسف

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا یونیسف خبرداری ورکړی چې د یوکراین په ختیځه برخه کې د دوه لکو او شلو زرو په شاوخوا کې ماشومان د دې خطر سره مخ دي چې ښایي ماینونه او نا چاودلي مواد به یې ووژني او یا به یې معیوب کړي.

د یوکراین ختیځه برخه د بیلتون غوښتونکو په لاس کې ده. روسیه د دغو بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي. د یوکراین په همدې برخې کې دومره ماینونه خښ شویدي چې د نړۍ په بل هیځ ځای کې مثال نلري.

دا څلورم کال دی چې د ونیڅک او لوهانڅک په سیمو کې د بیلتون غوښتونکو او د یوکراین د مرکزي حکومت تر منځ جګړه روانه ده. پدې سیمو کې ماینونه او ناچاودیدلي مواد په منظمه توګه ماشومان وژني یا یې معیوب کوي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادراه یونسیف اټکل کوي چې په اوسط ډول هره اونۍ یو ماشوم په ځمکې کې خښ شوي ماینونه او نور چاودیدونکي مواد وژني.

دغه اداره خبرداری ورکوي چې د ټولو نه زیات چې په ماینونو کې د وژل کیدو یا معیوب کیدو د خطر سره مخ دي، واړه ماشومان دي ځکه هغوي ماینونه او ناچاودیدلي مواد د لوبې سامان ګڼي او په هر ځای کې چې پر مخ ورشي، پورته کوي یې.
ښوونکي او د ښوونخي مسؤلین اوس کوي چې په ښوونځیو کې ماشومانو ته د ماینونو او نا چاودو موادو په هکله معلومات ورکړي. هغوي ماشومانو ته دا ښیې چې څنګه د دغو موادو نه ځان خوندي وساتي او ور نږدې نشي.

یونسیف او ملګرو ادارو یې د 2015 کال راپدیخوا د یوکراین په ختیځ کې د نیم ملیون نه زیاتو ماشومانو ته دا ډول پیغامونه رسولي دي. هغوي دا پیغامونه په ښوونځیو او سینماګانو کې ماشومانو ته ورښیي.

د یونسیف اداره وایي چې د جګړې د وخت نه پاتې شوي چاودیدونکي مواد او ماینونه نه یوازې ماشومانو بلکې د اوبو، بریښنا او ګازو زیربناوو ته هم زیات خطر پیښوي.