زیلینسکي: پوتین سره خبرو اترو ته چمتو یم

د اوکراین جمهور رئیس ویلي که موافقې ته ونه رسیږو دا به د دریم نړیوال جنګ معنی ولري.

پداسې حال کې چې ترکیې ویلي اوکراین او روسیه موافقې ته نږدې شوي، د اوکراین جمهور رئیس ویلي چې د خپل روسي سیال سره خبرو اترو ته چمتو دی.

ولادمیر زیلینسکي د امریکا د سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې چې یکشنبه مارچ ۲۰ (کب۲۹) خپره شوه، د ولادمیر پوتین سره خبرو ته د چمتوالي تر څنګ خبردای ورکړی " که موافقې ته ونه ورسیږو دا به د دریم نړیول جنګ معنی ولري"

ښاغلي زیلینسکي په مرکې کې ویل چې د خبرو اترو پرته دا جګړه نشي بندیدلی.

پداسې حال کې چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین ویلي په اوکراین د یرغل دلیل یې د دې هیواد غیرې نظامي او غیرې نازي کول دي خو د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي د سي ان ان سره په تازه مرکې کې وویل چې د روسیې ځواکونه د دې لپاره اوکراین ته راغلي چې "مونږ له منځه یوسي، ومو وژني".

خو ښاغلي زیلینسکي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اوکراین به د خپلې خودمختارۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه تیر نشي.

د اوکراین جمهور رئیس وویل، "روسانو مو ماشومان ووژل. دا حالت بیرته بدلیدی نشي. د اوکراین څخه دا غوښتنه نشي کیدی چې ځینې سیمې د خپلواکو جمهوریتونو په توګه وپیژني. دا جوړجاړي په ساده توګه غلط دي".

د ښاغلي زیلینسکي اشاره د اوکراین څخه هغو جلا شویو سیمو (لوهانسک او دونیڅک) ته ده چې په اوکراین د یرغل څخه وړاندې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د خپلواکو هیوادونو په توګه په رسمیت وپیژندلې.

د پوتین سره خبرو ته د زیلینسکي د چمتوالي څخه وړاندې ترکیې ویلي و چې روسیې او اوکراین د پوځي یرغل د درولو لپاره په خپلو مذاکراتو کې پرمختګ کړی او دواړه خواوی یوې موافقې ته نژدې شوي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود‌ چاووش‌اوغلو، زیاته کړه چې د دواړو خواو د شرایطو په اړه خبرې کول اسان کار ندی پداسې حال کې چې جګړه روانه ده او ملکیان په کې وژل کیږي. هغه زیاته کړه: "مونږ ګورو چې دواړه اړخونه یوې موافقې ته نژدې شوي دی."

دا لومړی ځل ندی چې د اوکراین جمهور رئیس د سولې د خبرو وړاندیز او غوښتنه کوي. ښاغلي زیلینسکي تیره ورځ هم په یو ویډیویي پیغام کې ویلي و چې ، "د ملاقات وخت را رسیدلی. د خبرو وخت دی. د دې وخت راغلی چې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا او عدالت احیا شي".

د اوکراین جمهور رئیس پدې پیغام کې همدرانګه خبرداری ورکړی چې د که د سولې خبرې ونشي، د "روسیې زیان به داسې وي چې جبران کیدل به یې څو نسلونه ونیسي".

ښاغلی زیلینسکي دا غوښتنه پداسې حال کې کوي چې د کیف او مسکو تر منځ په خبرو کې د روسیې د مرکچي هیت مشر ولادمیر مدینسکي د جمعې په ورځ د خبرو د بل پړاو غوښتنه وکړله او دا یې هم وویل چې په خبرو کې دیته نږدې شوي چې اوکراین د ناټو سره د یو ځای کیدو لپاره د خپلې غوښتنې تیر شي.