روسیې سره د چین د مرستو په اړه اندېښنه؛ بایډن له شي جینپینګ سره غږېږي

د امریکا او چین ولسمشران

چین ورځ تر بلې له نړیوالو فشارونو سره مخامخېږي چې ولې په اوکراین باندې د روسیې یرغل نه غندي او له همدې کبله اوس د امریکا د متحدو ایالتونو پام ډېر چین ته اوښتی دی.

څه موده مخکې راپورونه خپاره شول چې روسیې په اوکراین کې د جګړې لپاره له چین څخه مرسته غوښتې، خو چینايي چارواکو دا راپورونه رد کړل.

له روسیې سره د چین د ممکنه مرستو اندېښنو ته په کتو، سپینه ماڼۍ وايي چې ټاکل شوې نن جمعه مارچ ۱۸ (کب۲۷) به ولسمشر جو بایډن د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په همدې اړه خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې دا خبرې «ولسمشر بايډن ته یو فرصت دی چې د ولسمشر شي دریځ وارزوي. نوموړې وویل: «موږ له روسیې سره د چین د درېدو او د بالقوه پایلو او اغیزو په اړه یې خپله ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده.»

مېرمن ساکي زیاته کړه چې«دقیقآ د بیاناتو تر کچې [له روسیې څخه د چین] ملاتړ شته، یا ښکاره بیانات او غندنه نشته – یا د هغه څه په اړه چې روسیه یې کوي د چین د غندنې درک نه لګي- له شک پرته چې دا کار د ملګرو ملتونو د منشور د اساسي اصولو او د ولسونو ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي‌ د اصولو په ګډون، د هر هغه څه سره په تضاد کې دي‌» چې چین یې په اړه مبارزه کوي.

چین په اوکراین باندې د روسیې یرغل لا غندلی نه دی او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د روسیې د یرغل د غندلو په اړه په رایه اچونې کې هم له برخې اخیستو ډډه کړې ده.

مېرمن ساکي وویل چې د چین له لوري د روسیې نه غندل ټولې نړۍ ته «ګویان»‌ دي.

د ښاغليو بایډن او شي د دغې تیلیفوني خبرو په اړه موافقه، د مېرمن ساکي په وینا، د امریکا د متحدو ایالتونو د امنیت د شورا د سلاکار جیک سولیوان او د چین د لوړ پوړي دپلومات ترمنځ د دوشنبې د ورځې په ملاقات کې شوې وه.

تر دې مخکې ښاغلي سولیوان خبرداری ورکړی و چې په اوکراین د روسیې په یرغل کې له مسکو سره د چین مرسته به د نړیوالو بندیزونو څخه سرغړونه وي چې سختې پایلې به ولري.

څو ورځې مخکې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وویل نه غواړي چې هېواد یې په مسکو باندې د لویدیځ د اقتصادي بندیزونو له کبله زیانمن شي.

هغه وویل: «چین د دغه کړکیچ برخه نه ده او لږ هم نه غواړي چې د بندیزونو له کبله زیانمن شي.»

نوموړي د هسپانیا د بهرنیو چارو له وزیر هوسې مانویل الباریس سره په تیلیفوني‌ خبرو کې دا هم ویلي دي چې «چین تل د ستونزو د حل کولو لپاره د بندیزونو مخالفت کړی. بیا اړخیز بندیز خو په نړیوال قانون کې هم کوم اساس نلري.»

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل پیل کړی او یو شمېر ښارونه یې بمبار کړي او محاصره کړي ‌دي، امریکا او ناټو له دې کبله په مسکو قوي‌ اقتصادي ‌بندیزونه لګولي ‌دي.