امریکایي چارواکې: د متحده ایالاتو د پوځي اسنادو د بربنډیدو تر شا ښایي د روسیې لاس وي 

امریکايي چارواکو د جمعې په ورځ اپریل اوومه (وري ۱۸) وویل چې د امریکا د دفاع وزارت د محرمو اسنادو د افشا کولو تر شا ښايي روسیه یا روس پلوه عناصر لاس ولري.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د محرمو اسنادو یوه ټولګه چې د اوکراین څخه نیولې تر منځني ختیځ او چین پورې د متحده ایالاتو د ملي امنیت رازونه په کې شامل دي، په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي.

د موضوع د حساسیت له امله یو امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په رپوټ کې ذکر شي وویل چې ظاهراً یو چا د دغو اسنادو عکس اخیستی او د ټیلیګرام په ټولنیزه شبکه کې یې چې څه باندې ۵۰۰ میلیونه کاروونکي لري، خپاره کړي دي او بیا په ټویټر کې هم خپاره شوي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیاله سبرینا سینګ د جمعې په ورځ وویل: "د دفاع وزارت په فعاله توګه دا موضوع څیړي او په رسمي ډول یې قضیه د تحقیق لپاره د عدلیې وزارت ته راجع کړې."

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت هم د جمعې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې د دفاع وزارت سره په تماس کې دی او ددغه افشاګرۍ په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي. خو په دې اړه یې له نورو څرګندونو ډډه وکړه.

کرملین او په واشنګټن کې د روسیې سفارت سمدلاسه د نظر څرګندولو لپاره د رویټرز غوښتنو ته ځواب ونه وایه.

په داسې حال کې چې د دا ډول حساسو اسنادو افشا کول خورا غیر معمولي خبره ده، امریکایي چارواکې په دې باور دي چې په دغو اسنادو کې ځینې لاسوهنې شوي دي.

د بېلګې په توګه چارواکې وايي چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی یو سند ښيي چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه، د روسیې له خوا پر اوکراین د یرغل له پیل راهیسې له ۱۶۰۰۰ څخه تر ۱۷۵۰۰ پورې روسي پوځیان په جګړه کې وژل شوي دي، په داسې حال کې چې امریکايي چارواکي باور لري چې اصلي شمېره تر دې ډېره لوړه او شاوخوا ۲۰۰ زره وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی اې) یو ویاند ویلي چې دوی له دې پوسټونو خبر دي او د ادعاو په اړه یې پلټنې کوي.

د اوکراین د جمهوري ریاست یو مقام د جمعې په ورځ وویل چې په دې بربنډونه کې "ډیر زیات اطلاعات جعلي" دي او د روسیې استخباراتي عملیاتو ته ورته دی چې د اوکراین د ځوابي برید د پروګرام په اړه شک پیدا کړي.