زیلینسکي پر ایران د ۵۰ کالونو لپاره د بندیزونو لګولو لایحه وړاندې کړه

عکس (ارشیف)

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۸(جوزا اووم) ددغه هیواد پارلمان ته یوه داسې لایحې وړاندې کړه، چې پر ایران باندې د ۵۰ کالونو لپاره د نورو بندیزونو د لګولو غوښتنه په کې شوې ده.

ولادمیر زیلینسکي، وروسته له هغې ددې لایحې وړاندیز وکړ، چې روسیې په ایران کې د جوړو شویو بې پیلوټه الوتکو په واسطه پر اوکراین ترټولو ستر شپني هوايي عملیات ترسره کړل.

د جمهور رئیس زیلینسکي د دفتر رئیس اندري یزماک د یکشنبې په ورځ وویل، چې دا لایحه د ایران له خوا مسکو ته د وسلو د برابرولو لپاره یو ځواب دی.

دا لایحه ایران سره په بشپړ ډول د سوداګرۍ بندیدل، پانګونې او دغه هیواد ته د ټکنالوژۍ انتقال منع کوي. که دا لایحه په قانون بدله شي د اوکراین له لارې ایران ته به ترانزیټ بند شي. ددې سربیره اوکراین به د ایران پر وړاندې خپل هوايي حریم هم بند کړي.

اوکراین او متحدین یې پر ایران باندې روسیې ته د سلګونو بې پیلوټه الوتکو په ګډون د وسلو د برابرولو تورونه لګوي، خو ایران په پرله پسې ډول دا تورونه رد کړي دي

د ایران حکومت په لومړي سر کې حتی روسیې ته د "شاهد" په نوم د ډرون بې پیلوټه الوتکو برابرول هم رد کړي وو. خو وروسته بیا تهران دا ومنله، چې دا الوتکې یې پر اوکراین د روسیې د برید وړاندې مسکو ته برابرې کړې وې.

اوکراین ویلي، چې روسیې ددغه ډول ډرون الوتکو څخه ددغه هیواد په ښارونو او زیربناو باندې په پراخه کچه په عملیاتو کې کار اخیستی دی.

د اوکراین یو لوړپوړي پوځي چارواکي سرهی پوپکو، وویل، چې روسیې د تیرې شنبې په شپه د "شاهد" په نوم د ډرون الوتکو څخه ددغه هیواد په ښارونو باندې ترټولو په ستر برید کې کار اخیستی دی.

ددغه چارواکي د وینا له مخې د شنبې د شپې عملیاتو له پنځه ساعتونو څخه د زیات وخت لپاره دوام درلود او رپوټونو پر اساس اوکراین په عملیاتو کې د شاملو ۵۴ ډرون الوتکو څخه ۵۲ الوتکې نسکورې کړي دي.

اور سره لوبې

په عین حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې اوکراین ته د ایف ۱۶ جنګي الوتکو د برابرولو په برخه کې د لودیځو هیوادونو ژمنه هیڅ د منلو نه ده . دغه لوړپوړي روسي دپلومات لویدیځ هیوادونه د "روسیې په کمزوري کولو" تورن کړل.

روسي دولتي رسنیو د لاوروف له قوله ویلي، چې اوکراین ته د ایف ۱۶ جنګي الوتکو لیږل د " اورسره لوبې" کول دي.

ددې دمخه د امریکا په متحده ایالاتو کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف د مۍ د میاشتې په ۲۲ ویلي و، چې د ایف ۱۶ جنګي الوتکو انتقال د اوکراین په لانجه کې د ناټو د لاس وهنې په برخه کې پوښتنې مطرح کوي.

دغه روسي لوړپوړي دپلومات دا څرګندونې وروسته له هغه کړي، چې امریکا او اروپايي متحدینو یې کیف ته د ایف ۱۶ جنګي جت الوتکو د برابرولو په اړه موافقه کړې ده.

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د مۍ په ۱۹ د جي -۷ یا د نړۍ ترټولو سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو د ډلې په غونډه کې، چې په جاپان کې جوړه شوې وه وویل، چې واشنګټن د ایف ۱۶ پرمختللو جنګي جټ الوتکو د برابرولو او د اوکرایني پیلوټانو د روزنې له پروګرام څخه ملاتړ کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو دا اقدام د کیف لپاره یو ستر اقدام ګڼل کیږي. اوکراین په وروستیو میاشتو کې خپل لودیځ ملاتړو باندې فشار اچولی، چې کیف ته د جنګي الوتکو او د پرمختللې ټکنالوژۍ په برابرولو سره د روسیې د تیري مخه ونیسي.

د ایف ۱۶ جنګي جت الوتکو د پیلوټانو روزنه به په اروپايي هیوادونو کې ترسره شي او روزنې بهیر به ډیرې میاشتې واخلي.

امریکايي کارپوهانو په چټک ډول د ایف ۱۶ جنګي جت الوتکو د پیلوټانو د روزنې بهیر د بشپړیدو لپاره ۱۸ میاشتې وخت اټکل کړی دی.