د اوکراین پوځ: ځنې ساحې مو د روسي ځواکونو څخه بیرته ونیولې 

اوکرایني ځواکونه

اوکراین نن د سپټمبر په یوولسمه (وږي ۲۰) وویل چې اوکرایني ځواکونو د دغه هېواد په ختیځ کې په یو شمېر ستراتیژیکو سیمو کې روسي ځواکونه په شا تمبولي دي.

د اوکراین پوځ دا هم ویلي چې د خارکیف په سیمه کې د کوپیانسک او ازیوم د ښارګوټو د ازادولو بهیر روان دی.

دا دوه ښارګوټي د اکمالاتو او لوژستیکي پلوه مهم مرکزونه دي چې روسیه د اوکراین په ختیځ کې د لومړۍ کرښې د پوستو د اکمالاتو لپاره پرې تکیه کوي. پوځي کارپوهان وايي، چې د دغو ښارګوټو بېرته نیول به په خارکیف کې د مسکو پر پوځي اهدافو جدي اغېز وکړي.

د اوکراین پوځ نن سهار اعلان وکړ چې د روانې میاشتې له پیل راهیسې د اوکرایین ځواکونو شاوخوا ۳۰۰۰ کیلومتره خاوره د روسي ځواکونو له کنټروله ایستلې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې دوی به د اوکراین له ټولو ښارونو او کلیو څخه د روسیې «اشغالګر ځواکونه» وباسي.

امريکا او اروپايي هېوادونو اوکراين ته د روسيې د تېري د مخنيوي لپاره وسلې او پيسې ورکړي دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولیبا وویل چې د اوکراین د ځواکونو په بریا کې د هیواد ډیر هغه نړیوال شریکان رول لري چې د کییف د وسلو غوښتنو ته یې مثبت ځواب ورکړی دی.

دا پداسې حال کې دي چې د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوه بیلتون غوښتونکو یو مشر ویلي چې د دونتسک په سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د روسیې پوځ پرون په یوه ناڅاپي اعلان کې وویل چې له خارکیف څخه خپل ځواکونه وباسي او د دونیتسک په سیمه کې یې بیا تنظیموي.

خو وروسته مسکو اعلان وکړ چې خارکیف ته تازه دمي ځواکونه استوي.

روسیې چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې یې پر اوکراین پوځي برید پیل کړ، تراوسه د اوکرایني ځواکونو د نویو پرمختګونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.