اوکراین د نوي کال په شپه ۴۵ روسي ډرونونه نسکور کړي  

د اوکراین هوايي ځواک د یکشنبې په ورځ جنورۍ لومړۍ نیټه (مرغومي ۱۱) وویل چې د نوي کال په شپه ۴۵ روسي بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې د نوي کال په درشل کې، مسکو په کیف او یو شمیر نورو اوکرایني ښارونو باندې په توغندیو او ایراني بې پیلوټه الوتکو برید وکړ.

د اوکراین هوايي ځواک په یو بیان کې ویلي چې ددې هیواد هوايي دفاع د "شهید" په نامه ۴۵بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي دي.

په بیان کې ویل شوي چې، ۱۳ بې پیلوټه الوتکې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو شیبو کې او ۳۲ نورې په نوي کال کې ویشتل شوې دي.

اوکرایني مقاماتو دا نه دي ویلي چې ایا ددې بې پیلوټه الوتکو یو شمیر یې خپلو هدفونو ته رسېدلي که نه.

د اوکراین د پلازمینې کیف ښار د پولیسو مشر اندري نبیتوف په فیسبوک یوې غورځول شوې بې پیلوټه الوتکې یو انځور خپور کړی چې په روسي ژبه پرې د "نوی کال مبارک" جمله لیکل شوی ده.

هغه لیکلي: "دا هغه څه دي چې تاسو ددې تروریستي دولت او د هغه د پوځ په اړه پوره پوهیدای شئ."

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې پر اوکراین باندې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یرغل ۱۱ میاشتې ته داخلیږي.

د فرانس پرس خبري اژانس د رپوټ له مخې د یو لړ سپکاوي ډکو پوځي ماتو وروسته، روسیې د اکتوبر په میاشت کې د اوکراین د زیربنا په نښه کول پیل کړل چې میلیونونه اوکراینیان یې په سوړ ژمي کې له حرارت محروم او په تیاره کې کښینول.