اوکراین په سعودي عربستان کې امریکا ته د روسیې سره د اوربند پلان وړاندې کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین پر سر د خبرو لپاره سعودي عربستان ته تللی.

ټاکل شوې چې اوکراین د روسیې سره د اوربند د پلان یوه برخه سه شنبه مارچ ۱۱ ( کب ۲۱) په سعودي عربستان کې متحده ایالاتو ته پدې هیله وسپاري چې امریکا به یې ملاتړ وکړي.

سره لدې چې تر اوسه د اوکراین د اوربند پلان جزیات ندي په ډاګه شوي خو دا پلان یوه ورځ وروسته تر دې په ډاګه کیږي چې د اوکراین جمهور رئیس ولادیمیر زیلینسکي په سعودي عربستان کې د دې هیوا د جګپوړو چارواکو سره وکتل.

په عین حال کې د اوکراین د حکومت یو چاراکي د فرانس پریس خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په "آسمان او سمندر کې د اوربند یو وړاندیز لرو، ځکه چې دا د اوربند لارې چارې دي چې په آسانۍ ځای پر ځای کیدلی او څارل کیدلی شي".

په عین حال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هیله څرګنده کړې چې د اوکراین چارواکو سره به یې ملاقات ښه وي او ښه خبر به ولري.

دا د تیرې فبروري میاشتې ۲۸ مې نیټې راهیسې چې په سپینې ماڼۍ د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د اوکراین د جمهور رئیس ولادیمیر زیلینسکي ملاقات په نانندریو واوښت، لومړی ځل دی چې د دواړو هیودوانو جګپوړي چارواکي سره ګوري.

د سپینې ماڼۍ تر ملاقات وروسته، متحده ایالاتو په اوکراین باندې ټولې مرستې وځنډولې.

ټاکل شوې چې د ښاغلي روبیو سره به پدې ملاقات کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار مایک والټز هم وي.

هغه هیله څرګنده کړې چې پدې ملاقات کې به د اوکراین سره د مرستو ځنډولو موضوع حل کاندي.

شاوخوا درې اونۍ مخکې امریکايي مقاماتو په ریاض کې له روسیې مقاماتو سره ولیدل. اوکراین وايي له متحدو ایالتونو سره رغوونکو خبرو ته "پوره متعهد" دی او هیله لري، "په ضروري پرېکړو او اقداماتو بحث او موافقه" وشي.

تېره ورځ د اوکراین ولسمشر زیلینسکي په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې له اولې ورځې څخه د سولې غوښتونکی دی او مهمه ده "چې چټک او اغیزناک حرکت" وشي.


سره لدې چې د اوکراین مشر ویلي چمتو دی چې د متحده ایالاتو سره د نادره معدني موادو تړون لاسلیک کړي خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د سه شنبې ورځې په ملاقات کې به پدې هکله خبرې ونشي.


لا معلومه نده چې اوکراین به د اوربند په بدل کې روسیې ته د خپلې څومره خاورې تیر شي خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي که چیرې په شخړې کې دواړه خواوې یو بل ته امتیاز ورنکړي، اوربند نشي کیدلی.

ښاغلي روبیو زیاته کړه، " روسیه ټول اوکراین نشي قبضه کولی او ښکاره خبر ده چې دا به د اوکراین لپاره ډیره سخته وي چې په یو معقولې مودې کې روسیه مجبوره کړي بیرته هغه ځای ته ولاړه شي چې په ۲۰۱۴ کال کې و".

د ښاغلي روبیو اشاره د اوکراین کرایمیا سیمې ته وه چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې ونیوله.