پر اوکراین د روسیې یرغل؛ ۱۰۰زره اوکرایني مهاجر پولنډ ته اوښتي 

د اوکراین-پولنډ پوله

د پولنډ د کورنیو چارو وزارت مرستیال د شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۶ (کب ۷) وویل چې پر اوکراین د روسیې د روانې اونۍ د برید راهیسې ۱۰۰زره کسان له اوکراین څخه پولنډ ته اوښتي دي.

د پولنډ د کورنیو چارو وزارت مرستیال پاول سیفر نایکر د پولنډ جنوب ختیځ میډیکا سرحدي کلي کې خبریالانو ته معلومات ورکړل. پدې خبري کنفرانس کې د پولنډ د سرحدي ګارډ قوماندان توماس پراګا بیا وویل چې یواځې د جمعې په ورځ ۵۰زره کسان د اوکراین له پولې څخه پولنډ ته تیر شوي دي.

پولنډ پر اوکراین باندې د روسیې د پوځ د یرغل دمخه شاوخوا یو نیم میلیون اوکراینانو ته پناه ورکړې وه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو ان ایچ سي آر) ویلي تازه شمیرې ښیي چې «د فبرورۍ د ۲۴ راپدیخوا ۱۱۶زره [اوکراینیان] ګاونډیو هیوادونو په عمده توګه پولنډ، هنګري، مولداوا، سلواکیا او رومانیا ته تښتیدلي دي.» دا اداره زیاتوي چې دا شمیر مخ په زیاتیدو دی.

د پولنډ د کورنیو چارو مرستیال وایي ۹۰فیصده مهاجر په پولنډ کې د دوستانو او خپلوانو کورونو ته تللي دي، خو پاتې کسان نهو مرکزونو ته چې د پولې په اوږدو کې جوړ شوي ورغلي دي.

پولنډ د اروپایي ټولنې غړی هیواد دی چې ۳۸ میلیون نفوس لري. د پولنډ یو حکومتي چارواکي مایکل دوورچیک ویلي چې پولنډ ټول هغه څه ترسره کوي چې د خپل ګاونډي هیواد سره چې پرې برید شوی مرسته وکړي. هغه دا هم ویلي چې په څو تیرو ورځو کې پولنډیانو د اوکراین له خلکو سره بیساری پیوستون ښودلی دی.