د تورنو کسانو په دُرو وهل: ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې نړیوالو قوانینو ته دې درناوی وکړي

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې تورن کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي او مجازات کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" په یوه اعلامیه کې د طالبانو د حکومت له خوا تورونو ته په عام محضر کې د فزیکي سزاګانو د ورکولو سره یو ځل بیا مخالفت ښودلی او له طالبانو یې غوښتي چې نړیوالو قوانینو ته دې درناوی وکړي.

یوناما د چهارشنبې په ورځ جون پنځم (جوزا ۱۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه لنډه اعلامیه کې د طالبانو د سترې محکمې له خوا د تیرې سه شنبې په ورځ د سرپل په ولایت کې په ډله ییز ډول د ښځو په ګډون ۶۳ تورونو ته په عام محضر کې د فزیکي سزاګانو ورکولو ته اشاره کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر ویلي: "یوناما [فزیکي سزاګانو] په اړه خپله غندنه تکراروي او نړیوالو بشري حقونو په تړاو ژمنو ته د درناوي غوښتنه کوي".

د طالبانو سترې محکمې د سه شنبې په ورځ جون څلورم (د غبرګولي ۱۶ مه) وویل چې ۶۳ تنه یې د بېلابېلو جرمونو په تور د سرپل ولایت په مرکزي لوبغالي کې په عام محضر کې په دُرو وهلي دي..

ددغې محکمې له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دغو کسانو کې چې په "لواطت، غلا او نورو غیر اخلاقي جرمونو" تورن وو، ۱۴ مېرمنې هم شاملې وې، او د محکمې حکم ورباندې د ولایت د مقام او سیمه ییزو چارواکو په حضور کې پلی شو.

په عین وخت کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ویاند جرمي لارنس د چهارشنبې په ورځ جون پنځم (جوزا ۱۶) په یوه بیانیه کې په افغانستان کې په پراخه او دوامدار ډول د فزیکي سزاګانو څخه کار اخیستلو باندې ژوره اندیښنه ښودلې ده.

هغه ویلي چې د جون په څلورم د سرپل په ولایت کې په لوبغالي کې په عام محضر کې ۶۳ کسانو ښځو او سړو ته د ادعاو شویو جرمنو په دلیل د هغې له ډلې له کور څخه د تیښتې او اخلاقي جرمنو له امله سزا ورکړل شوې ده.

د جرمي لارنس د معلوماتو له مخې د سرپل په ولایت کې ۴۸ سړو او ۱۵ ښځو ته مخکې له دې چې د بند د سزا د تیرولو لپاره زندان ته بیرته ستانه کړی شي د طالبانو د چارواکو او د سیمې د اوسیدونکو په حضور کې د ۱۵ څخه تر ۳۹ دُرو پورې سزا ورکړل شوې ده.

ښاغلي لارنس وویل: "فزیکي سزاګانې د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو څخه څرګنده سرغړونه ده. افغانستان د شکنجې د منع او نورو ظالمانه سزاګانو د کنوانسیون، د سپکاوي ډک چلند او د مدني حقوقي او سیاسي نړیوال تړون غړیتوب لري. د نړیوالو قوانینو له مخې ټول خلک ددې حق لري چې په درناوي او د انساني کرامت له مخې ورسره چلند وشي".

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ویاند په باور کومې ښځې چې په عام محضر کې د زنا او ورته جرمونو په "اصلاح ورته سزا ورکول کیږي" ددغو سزاګانو وروسته هم هغوی د خپلو کورنیو د غړو او ټولنې له خوا د تاوتریخوالي د ګواښ سره مخ کیږي.

لارنس وویل: "مونږ بیا د طالبانو له چارواکو غواړو چې د فزیکي سزاګانو ټول ډولونه پرته له ځند څخه بند کړي. ددې سربیره مونږ د طالبانو له چارواکو غواړو چې عادلانه محاکمې ته په بشپړ درناوي په ځانګړي ډول قانوني وکیل ته لاس رسي سره هر هغه چاته چې جنايي جرمونو سره مخ دي ډاډ ترلاسه کړي."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو راهیسې د دغې ډلې د مشر هبت الله اخندزاده په امر په بېلابېلو ولایتونو کې تورن کسان په عام محضر کې مجازات کړي، خو د سه شنبې د ورځې جون څلورم (غبرګولي ۱۶) په یوه ورځ په ډله ییز ډول ترټولو زیاتو تورونو ته سزاګانې ورکړل شوي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ او د بشري حقونو د څار سازمان (HRW) هم د طالبانو له خوا د سرپل ولایت کې په عام محضر کې تورونو ته په ډله ییز ډول د فزیکي سزاګانو ورکولو ته تند غبرګونونه ښودلي دي.

ریچارډ بینټ د چهارشنبې په ورځ د ایکس په پاڼه لیکلي چې دا ډول سزاګانو پلي کول د شکنجې او د نورو غیر انساني سزاګانو د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د ژمنو څخه سرغړونه ده.

ریچارډ بینټ لیکلي: "زه یو ځل بیا سړو، ښځو او ماشومانو ته دا ځل د سرپل او دغور په ولایتونوکې په عام محضر کې په اصلاح د "اخلاقي جرمنو" [ زنا، فرار...] پراخه سزاګانې غندم. دا د شکنجې او د نورو غیر انساني سزاګانو د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د ژمنو څخه سرغړونه ده. دې ته اړتیا ده چې اوس دا [سزاګانې] ودرول شي".

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې هیدربار هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په عام محضر کې دغو تازه سزګانو ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې د بشري حقونو دا وخیم خبر حتی لا زیات حیرانوونکی دی چې ملګري ملتونه د یوې میاشتې څخه په کمه موده کې هیوادونو ته بلنه ورکړې چې د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

میرمن بار ویلي چې په دې خبرو کې به په اقتصادي پرمختګ، نشه يي توکو سره د مبارزې او اقلیم اړوند مسلو باندې تمرکز وشي او [ملګري ملتونه ] په شاته تللو سره په ټیټه ملا او التماس سره طالبانو ته په کې د ګډون بلنه ورکوي.

طالبانو په عام محضر کې د فزیکي سزاګانو د پلي کیدو بندیدلو په اړه تراوسه د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده ته منسوب په وروستي غږیز پیغام کې چې د ۲۰۲۴ کال د اپریل په میاشت کې د کوچني اختر په مناسبت خپور شوی وو، په عام محضر کې د شرعي حدودو له تطبیق څخه دفاع شوې او دا یې د اسلامي احکامو مطابق کار بللی دی. هغه ټینګار کړی چې اسلامي احکام به هغه ډول پلي کړي لکه څنګه چې د اسلام د پیغمبر په وخت کې پلي شوي وو.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت څارونکې "رواداري" ادارې په خپل یو وروستي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په اتو ولایتونو کې ۹۴۲ کسان په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.

دغه بنسټ ویلي: "په ډېری مواردو کې طالبانو په جنایت د تورنو کسانو د جرم له ثابتولو او څېړنو پرته هغوی راټول کړي او په دُرو یې وهلي دي."

طالبانو حکومت لا د ملګروملتونو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.