بېنت: افغانستان کې د میرمنو د منزوي کولو هڅې روانې دي

د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینت وايي، په افغانستان کې د ټولو خلکو په تېره ‌د میرمنو پر وړاندې تبعیض روان دی، او په مجموع کې هڅه روانه ده چې په افغانستان کې میرمنې په اساسي توګه منزوي او په ټولنه کې د هغوی حضور له منځه یوړل شي.

ښاغلی ریچارد بېنت چې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د راپور چمتو کولو لپاره افغانستان ته تللی وو، هلته یې یولس ورځې تېرې کړې، د طالب چارواکو په شمول یې په کابل،‌ کندهار او مزارشریف کې ګڼو کسانو سره ولیدل.

ریچارد بېنت د شنبې په ورځ مۍ ۲۸مه (غبرګږلي ۷) امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، طالبان د خپلو ارزښتونو پر اساس عمل کوي او علاقه نه لري چې ټول شموله حکومت جوړ کړي، ترڅو میرمنې او ځوانان پکې حضور ولري.

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان بشري وضعیت؛ د ریچارډ بینټ سره مرکه

ښاغلی ریچارد بېنت وايي: "فکر کوم هغوی [طالبان] علاقه نه لري چې ټول شموله حکومت جوړ کړي، هغوی د خپلو ارزښتونو پر اساس عمل کوي، له اسلام څخه یې تفسیر په بشپړه توګه محدود او سخت دی".

خو طالبانو تل رد کړي او دا نه مني‌ چې په کابینه کې یې د نورو قومونو استازي نشته.

د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي افغانستان د بشري حقونو ناورین سره مخامخ دی او زیاتوي چې کله ناکله د بشري ناورین او د حکومتولۍ د ناورین په اړه خبر ورکول کیږي، خو د بشري حقونو ناورین هم شته دی.

ښاغلی بېنت وايي، په افغانستان کې رسنۍ او ژورنالستان لکه د پخوا په څیر په ازاده توګه فعالیت نشي کولای، د هغوی په کار محدودیت لګول شوی دی. همدا شان د شعیه ګانو او هزاره ګانو په شمول اقلیتونه هدف ګرځول کیږي، خپل سري توقیقونه او شکنجې کولو ادعاګانې هم شته، خو طالبانو تل دا ډول تورونه رد کړې دي.

ښاغلي بېنت زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید واکمنو چارواکو او د افغانستان خلکو ته د خپلو توقعاتو او پیغامونو په برخه کې روښانه او ثابت دریځ ولري، او دا کار باید د افغانستان خلکو سره په مشورې وشي.

د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې چې ځیني افغانان فکر کوي نړیوالې ټولنې شاته پریښودې دي، ښاغلي بېنټ وویل: "افغانان په بشپړه توګه په حقه دي چې وايي د ضمانتونو سره سره، چې داسې کوم څه به نه کیږي، شاته به نه پریښودل کیږي، نړیوالې ټولنې پریښودې دي. فکر کوم په کوم ډول چې افغانان پریښودل شوې دي، ټکان ورکوونکې ده. "

ښاغلی ریچارد بېنت په داسې وخت کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور چمتو کړی چې ملګري ملتونه په افغانستان د بشري ناورین سره هم مخامخ دی.

د یادولو وړ ده چې طالبان د تېر کال اګست په میاشت کې واک ته ورسیدل چې تراوسه هیڅ کوم هېواد په رسمېت پیژندلي نه دي.