ملګري ملتونه: که له پاکستان څخه راستانه شویو افغانانو ته سرپناوې برابرې نشي، له یخنۍ به مړه شي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارو خبرداری ورکړی که هغو افغان کډوالو ته چې تازه د پاکستان څخه هیواد ته راستانه شوي، مناسبې سرپناوې برابرې نشي، ښایي په سخت ژمي کې د یخنۍ له وجې مړه شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال د اکتوبر راپدیخوا چې پاکستاني چارواکو د افغانانو په ګډون ټولو اسناد نه لرونکو کډوالو ته د وتلو امر وکړ، نږدې نیم ملیون افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي.

سره لدې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او بشري مرستندویه ادارې هلې ځلې کوي راکډه شویو افغانانو ته روغتیایي او نور خدمات برابر کړي خو شمیر یې دومره ډیر دی چې په حکومت او مؤسسو یې فشار پداسې حال کې ډیر کړی چې په افغانستان کې ژمی پیل کیدونکی دی.

ملګرو ملتونو په تازه راپور کې ویلي، " ډیر را ستانه شوي کډوال چې میرمنې او ماشومان هم پکې شامل دي، د خطر سره مخ دي او که چیرته سرپناوې ورته برابرې نشي، ښایي ژوند د لاسه ورکړي".

په راپور کې ویل شوي هغه کډوال چې له سرحد راتیریږي، دومره ستومانه شوي چې په سمدستي توګه رواني مرستو ته اړتیا لري.

ډیر شمیر کډوالو ملګرو ملتونو ته ویلي چې په افغانستان کې د ژمي راتګ په باره کې اندیښنه لري، په ځانګړې توګه هغوي چې غرنیو سیمو ته ځي او له همدې کبله ښایي ژر ونشي کړی خپلو ولایتونو ته ستانه شي.

ملګرو ملتونو په یو پیغام کې چې یکشنبه ډسمبر ۱۰ (لیندۍ۱۹) یې د اې پي خبري اژانس ته استولي ویلي چې ډیر شمیر کډوال چې د پاکستان څخه راستانه شوي، په لاره یې دومره ساړه شوي چې د برانشیت په ګډون نورو ناروغیو اخته شوي.

په پیغام کې ویل شوي چې کډوال د ځان سره ټول وسایل نلري او د دې توان نلري چې د یخنۍ څخه ځانونه بچ کړي.

په راستانه شویو کې داسې کډوړال هم شته چې د څو لسیزو راپدیوا یې په پاکستان کې ژوند کړی او په افغانستان کې د ژوند کولو لپاره هیڅ ځای نلري.

ملګرو ملتونو ویلي چې دا کسان ښایي د څه مودې لپاره سرحد سره نږدې جوړو شویو کمپونو کې وساتل شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکوت ددې کډوالو سره د مرستو لپاره یوه ځانګړې کمیټه جوړه کړې.

دې کمیټې د یکشنبې په ورځ ویلي چې د کډوالو لپاره خوراکي مواد، د څښاک اوبه، سیم کارتونه، کالي او نغدې پیسې ورکوي.