ملګرو ملتونو او امریکا په دایکنډي کې د داعش د وسله والو له خوا د 'ملکي وګړو وژنه' وغندله

طالبانو ویلي چې د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ په سرحد کې د داعش د وسله والو په برید کې د دایکنډي ولایت ۱۴ اوسیدونکي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي. (عکس ارشیف)

د دایکنډي اوغور ولایتونو ترمنځ په سرحد کې پر ملکي وګړو د پنجشنبې د ورځې د وسله والو کسانو برید چې له امله یې ۱۴ تنه ووژل شو د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د امریکا د متحده ایالاتو او یو شمیرنورو هیوادونو له خوا په سختو ټکو غندل شوی او د قانون منګلو ته ددغه برید د عاملینو د سپارلو غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ سپټمبر ۱۳(وږي ۲۳) وویل چې د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ په سرحد کې د وسله والو په برید کې د دایکنډي ولایت ۱۴ اوسیدونکي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

ذبیح الله مجاهد ددغه برید د غندلو په ترڅ کې ویلي چې طالبان به پر ملکي وګړو د برید له عاملینو څخه ددغو قربانیانو غچ واخلي. د طالبانو د حکومت ویاند د وینا له مخې "د افغانستان اسلامي امارت [طالبانو حکومت] دغه وحشیانه کړنه په کلکه غندي ورسره د ولس د ځان او مال ساتنه خپل مکلفیت ګڼي".

د راپورونو له مخې دا پیښه د پنجنشبې د ورځې ماسپښین مهال د غور او دایکنډي ولایتونو ترمنځ په سرحد کې د "قرودال" په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

راپورونو کې ویل شوي چې ددې پیښې ټول قربانیان د هزاره قوم د دایکنډي ولایت د سنګ تخت او بندر د ولسوالۍ اوسیدونکي وو اوهغوی هغه مهال د وسله والو کسانو له خوا په یو برید کې ووژل شو چې په عراق کې د شیعه مذهبو د اربعین په مراسمو کې د ګډون کوونکو د هرکلي لپاره د غور ولایت ته تللي وو.

د اسلامي دولت د خراسان څانګې "داعش" ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

دې پیښې ته په کوردننه د غبرګونونو ترڅنګ په نړیواله کچه هم پراخه غبرګونونه ښودل شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګوتیرش پرهزاره توکمو ملکي وګړو دا برید یو ډیر ناوړه برید ګڼلی او په سختو ټکو یې غندلی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د جمعې په ورځ سپټمبر ۱۳(وږي ۲۳) نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې انتونیو ګوتیرش د برید قربانیانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او په برید کې د ټپي شویو ملکیانو د ژر روغتیا ترلاسه کولو هیله څرګنده کړې ده.

هغه وویل: "عمومي منشي د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره یو ځل بیا خپله غوښتنه تکرار کړې ده. افغانستان کې زمونږ سیاسي استازولي هم دا برید غندلی او هغوی چې د برید مسوولیت په غاړه لري د ځواب ویلو لپاره د پیښې د پلټنې غوښتنه یې کړې ده".

افغانستان کې د ملګرو ملتونومرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" ددې برید د غندلو ترڅنګ د پیښې د قربانیانو کورنیو سره هم خواخوږي ښودلې ده.

یوناما ویلي: "مونږ د وژل شویو کسانو د کورنیو سره خواخوږي څرګندو او ددغه برید عاملانو د نیولو او ځواب ویلو لپاره د پلټنو غوښتنه کوو".

افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر هم دا برید غندلی او دا برید یې یو "وحشیانه" برید ګڼلی دی.

میرمن ډیکر ویلي: "پر هزاره توکمو ولسي وګړو چې له دایکندي ولایت څخه غور ولایت ته د سفر په حالت کې وو، د داعش خراسان څانګې وحشیانه برید په کلکو ټکو غندم. زه د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د زړه له کومې د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوې یا (یوناما) چې د دې برید د عاملینو د چټک حساب ورکولو غوښتنه یې کړې ده، غږ بدرکه کوم".

همداشان په افغانستان کې د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې دا برید د هزاره توکمو پر وړاندې یو جلا شوی برید نه بلکې د یو "ویجاړونکي تاوتریخوالي" د یوې بیلګې په توګه یاد کړی دی.

میرمن امیري ویلي: "زه هزارګانو ته د لا زیاتې پاملرنې او ساتنې او حساب ورکولو په اړه د افغانانو غږ بدرګه کوم".

په کابل کې د جاپان سفارت دا برید یو "تروریستي" برید ګڼلې دی. دغه سفارت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: "مونږ دایکنډي او د غور ولایتونو ترمنځ د تیرې ورځې ناوړه تروریستي برید چې په پایله کې یې څو تنه مړه او ټپیان شو په سختو ټکو غندو. مونږ د قربانیانو د کورنیو او هغوی چې په دې برید کې ورته زیان رسیدلی خواخوږي څرګندو. مونږ یو ځل بیا وایو چې دا ډول ترویستي بریدونه باید سمدستي بند شي".

تیره ورځ افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي او د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او د ملي پخلاینې د عالي شورا د پخواني مشر عبدالله عبدالله په ګډون د پخواني رژیم یو شمیر پخوانیو چارواکو او د ځینو سیاسي ډلو مشرانو هم دغه برید ته غبرکونونه ښودلي وو او دا برید یې په سختو ټکو غندلی وو.

د بلې خوا د "امید د کړکۍ د ښځو غورځنګ" په نوم د افغان میرمنو د ښځو یو خوځښت هم په غبرګون کې د کابل د ښار په ځینو برخو کې پر دیوال د شعارونو په لیکلو سره ویلي چې په افغانستان کې "باید د هزاره توکمو نسل وژنه پای ته ورسیږي".

د معترضو ښځو ددغه خوځښت مشرې صفیه عارفي د جمعې په ورځ سپټمبر ۱۳(وږي ۲۳) امریکا غږ ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې دغه خوځښت د طالبانو د ویرې د اندیښنو له امله پر دیوالونو باندې اعتراضي کمپاین په یو سرتړلي ودانۍ کې پیل کړی او د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ په سرحد کې د پنجشنبې د ورځې د برید د عاملانو د محاکمې او ورته د سزا د ورکولو غوښتنه یې کړې ده.

دغو معترضو ښځو د خپل کمپاین د پیل په پریکړه لیک کې ویلي: "دا لومړی او وروستی ځل نه دی، بلکې د یوې پيړۍ راهیسې هزارګان د نسل وژنې سره مخ دي. هزارګان د خپل قوم او مذهب په خاطر په جوماتونو، ښوونځیو، ورزشي ډګرونو، ښارونو، کلیو او د خپلو مذهبي مراسمو پر مهال د نسل وژنې سره مخ شوي او د هیواد په هیڅ ځای کې ارامتیا او امنیت نلري".

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې پر هزاره توکمو وګړو د اسلامي دولت د خراسان څانګې "داعش" د وسله والو له خوا بریدونه کیږي. په تیرو دریو کلنو په موده کې چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی داعش د هزارګانو په دیني، ښوونیزو او ورزشي ځایونو بریدونه کړي او په سلګونو ته یې مړه او ټپیان کړي دي.