ملګرو ملتونو د ښځو او نجونو د حقونو په هکله د طالبانو د تازه فرمانانو لغوه کیدل غوښتي

د ملګرو ملتونو هیت په کابل او کندهار کې د جګپوړو طالب چارواکو سره کتلي دي.

د ملګرو ملتونو یو جګپوړي هیت افغانستان ته د خپل څلور ورځني رسمي سفر په پای کې جمعه جنوري ۲۰ (مرغومي۳۰) په یوې اعلامیې کې د طالب چارواکو د هغو فرمانونو لغوه کیدل غوښتي چې د میرمنو او نجونو حقونه پکې محدود شویدي.

پدې پلاوي کې د ملګرو ملتونو مرستیالې آمنه محمد، د میرمنو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې اجرائیوي مشرې سیما بحوث او د سولې په چارو کې د عمومي منشي مرستیال خالد خیاري برخه درلوده. د ملګرو ملتونو پلاوي د افغانستان د وضعیت په ارزیابۍ، د طالب چارواکو سره په تعامل او د افغانستان د ولس سره د ملګرو ملتونو په پیوستون ټینګار وکړ.

په اعلامیې کې ټینګار شوی چې افغانستان باید یوازې پرینښودل شي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو دې جګپوړي هیت په کابل او کندهار کې د طالب چارواکو سره په ملاقاتونو کې په ملي او نړیوالو خیریه مؤسسو کې د طالبانو لخوا د افغان میرمنو د کار په بندولو خپله اندیښه په مستقیمه توګه شریکه کړې او دا یې هم ویلي چې د طالبانو دا اقدام د ګڼ شمیر مؤسسو کارونه ټکني کوي چې د میلونونو بې وزلو افغانانو سره مرستې کوي.

طالبانو په افغانستان کې د دویم ځل واک ته رسیدو راهیسې ګڼ شمیر داسې فرمانونه صادر کړي چې د کار، تعلیم او ګرځیدو راګرځیدو په برخې کې یې د افغان میرمنو او نجونو حقونه محدود کړي.

طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې بیا واک ترلاسه کولو وروسته د شپږم ټولګي څخه د نجونو پورته ښځوونځي وتړل او هم یې په دولتي ادارو کې ښځې د کارکولو څخه منع کړې. ددې سربیره د تیر میلادي کال په وروستیو ورځو کې د طالبانو حکومت په پوهنتونونو کې هم د نجونو او ښځو په زده کړو بندیز ولګوه او هم یې په غیر دولتي موسسو کې ښځې د کار کولو څخه منع کړې.

په اعلامیې کې د دې بندیزونو په هکله د میرمن محمد په حوالې لیکل شوي، "زمونږ پیغام ښکاره و. پداسې حال کې چې د استثهاتو هرکلی کوو خو دا محدودیتونه افغان میرمنې او نجونې د داسې یوې راتلونکې سره مخ کوي چې هغوي به پخپلو کورنونو کې بندې وي، د هغوي حقونه پایمالیږي او ټولنې یې د خدمت څخه محرومیږي".

د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې همدرانګه ویلي، " په ټوله کې مو هدف نیکمرغ افغانستان دی چې د خپل ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې وي او د ثبات لرونکي پرمختګ په لور روان وي خو په اوس وخت کې افغانستان خپل ځان منزوي کوي او هغه هم پداسې حال کې چې دلته ناوړه بشري بحران روان دی".

میرمن محمد او میرمن بحوث پدې سفر کې په کابل، هرات او کندهار ولایتونو کې د بشري ادارو د کار کوونکو، مدني ټولنو استازو او ځینو افغان میرمنو او نجونو سره وکتل چې د طالبانو د بندیزونو له کبله زیانمنې شوي.

د میرمنو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې اجرائیوې مشرې میرمن بحوث ددې ملاقاتونو په هکله په اعلامیې کې ویلي چې افغان میرمنې به په افغانستان کې د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره چوپه خوله پاتې نشې او دا یې خپل مسؤلیت بللی چې د دې میرمنو تر څنګ ودریږي.

په اعلامیې کې د میرمن بحوث له قوله ویل شوي، " څه چې په افغانستان کې پیښیږي، د میرمنو د حقونو جدي پایماله کیدل دي او د نړیوالې ټولنې لپاره د بیداره کیدو غږ دی. دا ښیي چې څومره په چټکۍ د لسیزو پرمختګ یوازې په څو ورځو کې له منځه ځي".

میرمن بحوث ویلي چې ملګري ملتونه به د افغان میرمنو او نجونو سره ولاړ وي او د حقونو د تر لاسه کولو لپاره به د هغوي غږونه بدرګه کوي.

افغانستان ته د سفر کولو څخه وړاندې د ملګرو ملتونو دې پلاوي د آسیا او خلیج هیوادونو کې هم د افغانستان په هکله په لوړه کچه سلا مشورې کړي. هغوي د اسلامي همکارۍ د سازمان، اسلامي انکشافي بانک، په پاکستان او ترکیې کې د افغان میرمنو او په دوحه کې د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د سفیرانو او ځانګړو استازو سره کتلي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ترلاسه کړی خو تراوسه د نړۍ هیڅ کوم هیواد یا ادارې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره یو لړ شرایط وړاندې کړي، چې د ښځو او اقلیتونو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی یې په سر کې دی.