ملګرو ملتونو په نړۍ کې په بسیاري توګه د مهاجرت د زیاتیدو خبر ورکړ

د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان عالي کمیشنرۍ د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي دي چې تیر کال په نړۍ کې نهه میلیون سیاسي پناه غوښتونکي، داخلي بیځایه شوي او مهاجر ثبت شوي وو چې دا شمیره په تاریخ کې د مهاجرت تر ټولو لوړه کچه ده.

پدغه رپوټ کې چې د مهاجرت د نړیوالې ورځې په درشل کې د "نړیوال میلان" په نوم خپور شوی راغلي دي چې په نړۍ کې ۷۹.۵ میلیون کسان چې د نړۍ د نفوس یو فیصد کیږي په کړکیچونو او په ولسي پاځونونو کې ښکیل دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فليپو ګراندي پر مهاجرینو او بیځایه شویو خلکو باندې د کروناویروس د اغیز په هکله د اندیښنې په څرګندولو سره وویل: "د اجباري ۷۹.۵ میلیون بیځایه شویو له جملې نه ۶۸ فیصده د پنځه هیوادونو: میانمار، افغانستان، سوریې، جنوبي سودان او ونزويلا څخه دي".

ښاغلي ګراندي وویل چې که پدغو هیوادونو کې کړکیچ او نښتې له منځه ولاړې شي د اجباري بیځایه شویو خلکو زیاتې یا سترې برخې ستونزې به حل شي. د ملګرو ملتونو د رپوټ په اساس یواځې سوریه ۱۳ میلیونه داخلي بیځایه شوي او مهاجر لري.

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې د اجباري بیځایه شویو شمیر چې په ۲۰۱۸ کال کې ۷۰.۸ میلیون تنه و په ۲۰۱۹ کې ۸۱.۸ میلیون کسانو ته لوړ شوی دی.

ښاغلي ګراندي وویل: "د کروناویروس وبا پر پناه غوښتونکو او بیځایه شویو باندې عمده اغیز کړی دی، ځکه د نړۍ ۱۶۴ هیوادونو خپلې پولې یوه برخه او یا په بشپړه توګه تړلې دي، چې د کروناویروس پر ضد مبارزه وکړای شي ."

هغه وویل: "پداسې حال کې چې جګړې، نښتو او تاوتریخوالي مخکې له مخکې زمونږ فعالیتونه محدود کړي وو...اوس د کووید۱۹ ناروغۍ په دلیل هغو خلکو ته زمونږ لاس رسی لا هم محدود شوی چې سختو مرستو ته اړ دي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو عالي کمیشنر د سرحدونو بندیدیو ته په اشارې خبرداری ورکړ چې که د نړۍ هیوادونه د کروناویروس د کړکیچ په ترڅ کې خپل ولس له پامه وغورځوي دا وضعیت به په ټوله نړۍ کې د پناه غوښتونکو په زیاتیدو اثر وکړي او هغوی به د پناه اخیستنې څخه بې برخې کړي.