ملګرو ملتونو سازمان پر اوکراین د روسیې بریدونه وغندل

د ملګرو ملتونو سازمان د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۰ (تلې ۱۸) د اوکراین پر پایتخت کیف او نورو ښارونو باندې د روسیې هغه راکټي بریدونه وغندل چې د لسګونو ملکي خلکو د وژل کېدو او ټپې کیدو لامل بلل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستیفن دوجاریک وویل چې سرمنشي ګوتیریش د روسیې د توغندیو په برید خواشیني څرګنده کړېده او زیاته کړې یې ده چې دغه ډول بریدونه ملکي خلکو او تاسیساتو ته د زیان اوښتو لامل کیږي.

پر اوکراین باندې د روسیې د دوشنبې د ورځې د بریدونو هم مهاله د ملګرو ملتونو د سازمان غونډه ددې دپاره جوړه شوې وه چې تصمیم ونیسي ترڅو له روسیې څخه وغواړي چې د اوکراین د ځینو سیمو له روسیې سره د یو ځای کولو پرېکړه بیرته واخلي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اونۍ اعلان وکړ چې د یوې ټولپوښتنې په پایله کې یې د اوکراین د دونتسک، لوهانسک، خرسون او زاپوریژیا سیمې له روسیې سره یو ځای کړې.

لویدیځو هېوادونو یاده ټولپوښتنه "جعلي" بللې او د پوتین دغه پرېکړه یې غندلې ده.

په ملګرو ملتونو کې د اوکراین او روسیې استازو پر اوکراین باندې د روسیې د دوشنبې د ورځې د راکټي بریدونو په تړاو، یوبل ګرم بللي دي.

په ملګرو ملتونو کې د اوکراین استازي سرګي کیسلتسیا دا بریدونه وغندل او زیاته یې کړه چې روسیه د جنګ په میدان کې د خپلې ماتې کسات د اوکراین له ولسي وګړو اخلي.

هغه وویل: " تروریستې روسیې د ښارونو په مرکزونو کې د انرژۍ تاسیسات، د خلکو د استوګنې سیمې، ښوونځي او پوهنتونونه، موزیمونه او څلورلارې هدف وګرځول چې د روسیې د دفاع وزارت وروسته دا مشروع هدفونه وبلل."

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبنزیا اوکراین له ډیرو خطرناکو تروریستي سازمانونو سره پرتله کړ. هغه وویل، د اوکراین پر پایتخت او نورو ښارونو باندې دا بریدونه د کریمیا له ټاپو وزمې سره د روسیې په نښلوونکي پله د برید په ځواب کې شوي دي.

دغه پول چې د اوکراین جنوب ته د روسیې د ځواکونو مهمه اکمالاتي لار بلل کیږي، د شنبې په ورځ د یوې چاودنې په نتیجه کې اور واخیست او ځینې برخې یې زیانمنې شوې.

د روسیې استازي زیاته کړه: " دهغې ورانکارۍ نښه چې د کیف رژیم یې ترسره کولی شي، د کریمیا پر پله برید دی. مونږ خبرداری ورکړی و چې دغه برید به بې ځوابه پاتې نشي. د ورانکارۍ په دې کړنو او د خپلو مخالفینو په وژلو سره د کیف رژیم د ډیرو ترهګرو سازمانونو په شان دی. یوازې د کیف رژیم او لویدیځ ملاتړي یې غواړي چې په اوکراین کې جنګ اوږد شي او د اوکراین هر وګړی یې بیه پرې کړي."

د روسیې دې استازي ناټو د سیمې په ناامنه کولو او جګړې د اوږدولو په هڅو تورنه کړه او زیاته یې کړه چې اوکراین یې د خپلو وسلو د آزمایلو او د روسیې په خلاف د جګړې ډګر ګرځولی دی.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره وايي وايي، د اوکراین پر بیلابیلو ښارونو په راکټي بریدونو سره، ښایي روسیې جنګي جنایتونه ترسره کړي وي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنرې روینا شمدساني وویل: "دغه بریدونه د توجیه وړ نه دي. مونږ ټینګار کوو چې په ملکي خلکو او ملکي اهدافو باندې او هغو اهدافو باندې چې پوځي نه دي برید کول د جنګي جنایت ترسره کول دي."

مېرمن شمدساني زیاته کړه چې دا بریدونه ځکه زړه بوږنوونکي دي چې کار او ښوونځیو ته د خلکو او ماشومانو د تګ په وخت کې ترسره شويدي.