ملګرو ملګتونو راپور ورکوونکي: طالبان په ډیره افراطي بڼه د ښځو په ځپلو سره حکومت کوي

.

د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکو افغانستان ته د اتو ورځو سفر په پای کې ویلي، چې په دغه هیواد کې جنسیتي تبعیض په یو سیستماتیک تبعیض بدل شوی او طالبان په ډیرو افراطي بڼو د ښځو پر وړاندې د ځپوونکو اقداماتو په دوام سره حکومت کوي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازی ریچارد بنیټ او په ملګرو ملتونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض د کاري ډلې رئیس دوروټي استرادا ټانک، د جمعې په ورځ مۍ پنځم(ثور۱۵) افغانستان ته د سفر په اړه په ژنیو کې خپل لومړنی راپور وړاندې کړ.

دغه پلاوي په خپل راپور کې ویلي: " طالبان په ډیرو افراطي بڼو د ښځو پر وړاندې د ځپوونکو اقداماتو په دوام سره حکومت کوي او په تیرو دوو لسیزو کې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې نسبي پرمختګ له منځه وړي. طالبان د دین څخه ځانګړي تفاسیر تحمیلوي، چې ظاهرآ اکثریت ته د نږدې افغانانو لپاره د منلو وړ نه دي."

په دې راپور کې نړیوالې ټولنې ته سپارښتنه شوې، چې د جنسیتي تبعیض پدیدې ته د حل لپاره، چې سیستماتیک تبعیض، جداوالي، سپکاوي او د ښځو او نجونو د ردولو بڼه یې اخیستې لا زیات معیارونه او وسایل چمتو کړي.

د ملګروملتونو دغه پلاوي د اپریل د ۲۷ څخه د مۍ د روانې میاشتې تر څلورمې افغانستان ته په داسې حال کې سفر کړی، چې طالبانو پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د لګولو په دوام سره افغان میرمنې د ملګروملتونو په دفترونو کې له کارڅخه هم منع کړي دي. دغه پلاوي د کابل سربیره مزارشریف څخه هم لیدنه کړې ده.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته په ښځو او نجونو باندې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي.

طالبان ادعا کوي، چې د ښځو حقونو ته درناوي لري او د بندو ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستلو لپاره کار روان دی، خو تراوسه په دې برخه کې هیڅ کوم پرمختګ نه دی شوی.

د ملګروملتونو راپور ورکوونکو په خپل راپور کې د ټولو هغو کسانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو څخه، چې خپلې تجربې او د سترګو لیدلی حال یې ورسره شریک کړی مننه کړې او لیکلي دي:" مونږ دغو ټولو ښځو او زړورو نجونو ته درناوي وړاندې کوو چې د استبدادي حاکمیت او د ویرې د فضا سره سره ژوندۍ پاتې شوې او د خپل انساني کرامت لپاره مقاومت او سختې مبارزې ته دوام ورکوي ".

کومو افغان میرمنو، چې د ملګروملتونو دغه پلاوي سره کتلي ویلي، چې " مونږ ژوندۍ یو، خو ژوند نه کوو".

د ملګروملتونو راپور ورکوونکو دغه پلاوي په پرله پسې ډول افغانستان کې د بشري وضعیت په خرابیدو، چې د ټولنې ټول غړي په ځانګړي ډول ښځې، نجونې او قومي او مذهبي اقلیتونو باندې ډیره اغیزه کړې خواشیني ښودلې ده.

دغه پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو له چارواکو، مدني ټولنې له استازو، ښځو، مذهبي رهبرانو، ښوونکو، خبریالانو، د بشري حقونو د سرغړونو له قربانیانو، ملګروملتونو د ادارو د کارکوونکو او افغانستان کې میشت دپلوماتانو سره لیده کاته او خبرې کړي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې طالبانو د روغتیا، پوهنې او سوداګرۍ په برخو کې د شرعیت پراساس او له سړیو جدا د ښځو د کار په اړه ډاډ ورکړی او د کومې نیټې د ښودلو پرته یې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په برخه کې خپل پیغام تکرار کړی دی او ویلي یې دي، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه ونکړي.

په دې راپور کې ویل شوي:" نړیواله ټولنه خپلې سترګې نشي پټولی. افغانستان کې د ښځو او نجونو معنی لرونکی مشارکت باید د نړیوالې ټولنې د هربحث د اجندا په سر کې ځای ولري. د ښځو او نجونو څخه باید د سیاسي اهدافو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار وانخیستل شي".

دغه پلاوي له طالبانو غوښتي، چې د بشري حقونو د نړیوال منشور له مخې، چې افغانستان هم ورته ژمن دی په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د هرډول تبعیض له منځه وړلو کنوانسیون ته پابند پاتې شي او د ښځو او نجونو د ټولو حقونو د ارتقا او ساتنې په برخه کې خپلو ژمنو ته درناوی وکړي.

د ملګروملتونو راپور ورکوونکو د پلاوي بشپړ راپور به د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د ۲۰/۵۱ پریکړه لیک پر اساس د جون په را راونه میاشت کې د ملګروملتونو د ټولنې د بشري حقونو د شورا په ۵۳ مه غونډه کې خپور شي.