ملګري ملتونه له افغان میرمنو او نجونو سره د طالبانو ناسم چلند او نیولو په اړه تورونه ارزوي

ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو د حجاب د قوانینو نه مراعات کولو په تور په خپلسر د یو شمېر افغان میرمنو او نجونو د نیولو او د هغوی د بندي کولو په اړه ډیره اندیښنه لري.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲( سلواغه ۲۳) په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې یوناما اندیښنه لري د طالبانو له لوري د ښځو د ځپلو روان بهیر به ښځې نورې هم منزوي کړي او نارینه وو ته به هم په کورونو کې د ښځو د ځپلو چاپيریال برابر کړي.

دوجاریک ویلي: "د ملګروملتونو پلاوی اوس مهال د ناسم چلند او غیرقانوني نیونو[د طالبانو له خوا افغان میرمنو او نجونو] اړوندو تورونو د ارزونې په حال کې دی او داسې ښکاري چې د طالبانو دغو ځپونکو اقداماتو مذهبي او قومي اقلیتونه په یو ډیر نامتناسب ډول اغیزمن کړي."

د ملګروملتونو د ویاند د وینا له مخې یوناما دا مسایل د طالبانو له چارواکو او د دغې له ډلې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سره شریک کړي او په فوري ډول یې د ټولو هغو ښځو او نجونو د خوشې کیدو غوښتنه کړې چې لا هم طالبان سره په بند کې دي.

سټیفن دوجاریک ټینګار کړی چې د ټولو لپاره دا ډیره مهمه ده چې دا ډاډ ترلاسه شي د افغان میرمنو او نجونو مصیبت د هیریدلو نه دی.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال د مۍ په میاشت کې امر وکړ چې ټولې ښځې باید د کور څخه بهر بشپړ حجاب ولري او ددې بندیزپلي کول یې د ښځو خپلوانو ته وسپارل او د نه عملي کیدو په صورت کې به هغوی ته سزا ورکړي. د طالبانو حکومت د بدحجابۍ په تور د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ د تیر ۲۰۲۳ په وروستیو ورځو کې پیل کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د کارپوهانو له خوا د فبرورۍ دوییم (سلواغې ۱۳) په یوه اعلامیه کې د روان ۲۰۲۴ کال د تیرې میلادي میاشتې جنورۍ د پیل څخه د طالبانو له خوا په افغانستان کې د بدحجابۍ په تور په خپلسر د ښځو او نجونو نیولو په بند کې اچولو او ورسره د ناسم چلند په تړاو په خپرو شویو راپورونه ژروره اندیښنه ښودلي ده.

دغو کارپوهانو د طالبانو غوښتي چې د بدحجابۍ په تور په خپلسر د ازادۍ څخه د ښځو او نجونو د محرومولو ټول اقدامات دې ودروي او په عاجل ډول دې هغه ښځې او نجونې چې لا هم په بند کې دي خوشې کړي.

د طالبانو حکومت لا تراوسه د ملګرو ملتونو د ویاند څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو ددې وړاندې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" له خوا د بدحجابۍ په تور د نیول شویو ښځو او نجونو په اړه یوې اعلامیې ته غبرکون ښودلی و او د ملګرو ملتونو دغې ادارې ته یې خبرداری ورکړی و چې په راتلوونکي کې د دغسې راپورونو له خپرولو څخه ډډه وکړي.

همداشان د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت سرپرست د خوست ولایت کې تیره اونۍ یوې غونډې ته په وینا کې د دغه وزارت له خوا د حجاب په تړاو د ښځو د نیولو راپورونه رد کړي وو.

محمد خالد حنفي دې غونډې ته وویل چې د حجاب په تړاو د ښځو نیول حقیقت نلري. هغه ادعا وکړه چې د طالبانو ساتوونکو د کابل ښار څخه سوالګرې ښځې راټولې کړي دي.