د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په دغه سازمان کې د فلسطین بشپړ غړیتوب ته رایه ورکړه

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د مۍ ۱۰مه (ثور ۲۱) په ملګرو ملتونو کې د بشپړ غړیتوب لپاره د فلسطین د غوښتنې ملاتړ وکړ

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د جمعې په ورځ مۍ ۱۰مه (ثور ۲۱) په ملګرو ملتونو کې د بشپړ غړیتوب لپاره د فلسطین د غوښتنې ملاتړ وکړ او له امنیت شورا یې وغوښتل چې په مثبت نظر د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو په غوښتنې بیا غور وکړي.

تر دې مخکې امريکا د اپريل په درېيمه (وري ١٥مه) په ملګرو ملتونو کې د فلسطين د بشپړ غړيتوب له وړانديز سره مخالفت وکړ، خو ويې ويل، چې واشنګټن له اسراييل سره د خبرو اترو له لارې د فلسطيني دولت د جوړېدو ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې دغه پريکړه ليک په ١٤٣ موافقو او د امريکا او اسرائیل په ګډون د نهو مخالفو رايو او د بريتانيا او جرمني په ګډون په ٢٥ ممتنع رايو سره تصويب کړ. فرانسه، بلجیم او اسپانیه د هغو هیوادونو څخه وو چې موافقه یې وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د پلاوي غړي رابرټ ووډ د امریکا د ولسمشر جو بایډن پدې خبرې باندې په ټینګار سره چې په سیمه کې تلپاتې سوله یوازې د دوو دولتونو په حل سره راتلای شي چې په هغه کې د اسرائیل امنیت هم تضمین شي، وویل چې د امریکا منفي رایه په دې معنی نه ده چې دوی د فلسطیني دولت د جوړولو مخالف دي.

ووډ زياته کړه: "د فلسطيني دولت جوړېدل يوازې د ښکېلو غاړو ترمنځ د مستقيمو خبرو اترو له لارې شونې دي، بله کومه لاره نشته چې په راتلونکي کې د يو ډموکراتيک او يهودي دولت په توګه د اسرائيل امنيت تضمين کړي. بله هیڅ لاره نشته ترڅو دا تضمین کړي چې فلسطینیان وکړای شي په خپل هیواد کې په سوله او وقار سره ژوند وکړي. او بله هیڅ لاره نشته چې د سعودي عربستان په ګډون د اسرائیل او د هغه د ټولو عربي ګاونډیانو ترمنځ سیمه ایزه همغږي رامنځته کړي."

نوی پریکړه لیک په ملګرو ملتونو کې د بشپړ غړیتوب په معنی نه دی، بلکې فلسطینیان دې سازمان سره د یوځای کیدو "د شرایطو وړ" بولي.

په ملګرو ملتونو کې د بشپړ غړیتوب لپاره د فلسطین هڅې د غزې په تړانګه کې د اسرائیل او حماس تر منځ له اوو میاشتو جګړې وروسته پداسې حال کې رامنځته کیږي، چې اسرائیل په لویدیځه غاړه کې میشت ځایوننود پراخولو په حال کې دی، کوم چې ملګري ملتونه غیر قانوني بولي.

په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب ترلاسه کولو غوښتنه باید لومړی د امنیت شورا لخوا وړاندیز شي او بیا د عمومي اسمبلۍ د دوه پر دریمې برخې په اکثریت رایو تائید شي.

فلسطینیان چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې د امنیت شورا کې د ناظر په توګه غړیتوب لري، له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د دې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي، هغه دریځ چې د یو خپلواک فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو کې مرسته کولی شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې نوی پرېکړه ليک فلسطينيانو ته د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ملګرو ملتونو د غړو په منځ کې د يوې څوکۍ په ګډون زيات حقونه او امتيازات ورکول کیږي، خو په دغه سازمان کې د رايې ورکولو حق ورته نه ورکول کېږي.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطینیانو استازیتوب د فلسطین خپلواکه اداره کوي.