په غزې کې عاجل اوربند؛ ملګري ملتونه عمومي رایه اچوونه کوي 

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې یوه برخه

له هغه وروسته چې متحدو ایالتونو د امنیت په شورا کې د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند غوښتنه رد کړه، نن سه شنبه ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۱) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې په دې مسئلې باندې رایه اچول کېږي.

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې ټول غړي ۱۹۳ دي ‌او هېڅ یو یې هم د ویتو حق نلري. د ملګرو ملتونو د عمومي‌ غونډو پرېکړې الزامي نه وي، خو سیاسي ارزښت او وزن لري او د نړیوالو نظر څرګندوي.

دا رایه اچوونه داسې مهال کېږي، چې په غزې کې د حماس د مقاماتو په وینا د اسرائیل په بریدونو کې تر دې دمه شاوخوا ۱۸۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

حماس د اکتوبر په اوومه په اسرائیل بریدونه وکړل، اسرائيل وايي په دغو بریدونو کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۴۰ نور یرغمل ونیول شول چې یو شمېر یې په اوربند کې تبادله شول.

تېره ورځ د امنیت شورا ۱۲ استازو په یو غیر رسمي سفر کې په مصر کې له غزې سره د«رفح» سرحد لیدو ته ورغلل او په یو روغتون کې یې د جګړې له زخمیانو سره غږېدل.

د اکوادور استازي هوزي دي لاګساکا فرانس پرس اژانس د دغه روغتون له لیدو وروسته وویل: «له یوې ځوانې مور سره وغږېدم چې یو ماشوم یې وژل شوی و او یوه لور یې ژوبله شوې وه. دا وحشتناک دي. هغه څه چې مې ولیدل، بیا یې هېڅکله لیدل نغواړم.»

متحدو ایالتونو دغه سفر ته خپل استازی استولی نه و. په همدې حال کې د کړکیچ د نړیوالې ډلې مشر ریجارد ګاون ویلي‌ دي چې په «هرګام سره متحده ایالتونه د ملګرو ملتونو د اصلي لیدلوري له بهیر څخه لېرې» ښکاري.

متحده ایالتونه او اسرائيل وايي چې اوربند به یوازې د حماس په ګټه وي. خو واشنګټن د ولسي خلکو د حفاظت او د یرغمل شویو د خلاصون لپاره په جګړې کې د دمې راوستلو ننګه کوي.

یو شمېر دپلوماتان او ناظرین وایي چې نننۍ رایه اچوونه به ډېر ملاتړ ولري. ګاون وویل چې د غزې د جګړې اوږدېدو او د اسرائیل د پوځي عملیاتو شدت د ملګرو ملتونو اکثریت غړي باوري کړي، چې باید اوربند وشي.

په نننۍ پرېکړه لیګ کې همدغه راز غوښتنه شوې ده چې ټول یرغمل شوي باید له قید او شرط پرته پرېښودل شي او همدغه راز د جګړې دخېلې خواوې نړیوال قانون مراعت کړي، په خاص ډول د ولسي خلکو د حفاظت لپاره.

ملګرو ملتونه وايي چې د غزې سلګونه زره خلک له لوږې او تندې څخه کړېږي او په غزې باندې اوبه او برېښنا قطع دي او جګړه روانه ده.

په دغه راپور کې د رویټرز او فرانس پرس له معلوماتو څخه استفاده شوې ده.