ولکر ترک د طالبانو د امربالمعروف قانون د لغوه کیدو غوښتنه کړې

ولکر ترک د طالبانو د حکومت د امربالمعروف قانون په فوق العاده توګه یو بد قانون په توګه یاد کړی او سمدستي یې ددغه قانون د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

افغانستان کې د طالبانو د مشر له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د توشیح وروسته پر افغانانو او په ځانګړي ډول ښځو باندې ددغه قانون د ناوړه اغیزو په اړه پراخو غبرګونونو په ترڅ کې د اندیښنو څرګندولو ته په کتنې د ملګرو ملتونو د بشري حقونوعالي کمیشنر ولکر ترک دا قانون یو فوق العاده بد قانون یاد کړی او ددغه قانون د لغوه کیدو غوښتنه یې کړې ده.

د ولکر ترک د دفتر له خوا د سه شنبې په ورځ اګست ۲۷ (وږي شپږم) په یوه خپره شوې اعلامیه کې د هغه له قوله ویل شوي چې د طالبانو د "امربالمعروف او نهی عن المنکر" قانون داسې سیاستونه پیاوړي کوي چې د ټولنې په عام ژوند کې د ښځو حضور په بشپړ ډول حذف او د هغوی غږ چپوي او له هغوی د فردی خپل مختارۍ حق اخلي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونوعالي کمیشنر د وینا له مخې د طالبانو د حکومت په دې قانون کې هڅه شوې چې په عملي ډول د افغانستان په ټولنه کې ښځې په بې څهرې او بې غږه سیورو باندې بدلې شي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي په دې اعلامیه کې ویلي: "دغه قانون پر ښځو باندې د ځپوونکو کړنلارو د تحمیل په برخه کې یو اوږد لیست وړاندې کوي، یو شمیر شته محدودیونه پیاوړي کوي چې د انسانانو اساسي حقونه د هغې له ډلې د حرکت ازادي، د بیان ازادي او د تبعیض پرته د هغوی د ژوند حقونو څخه سرغړونه کوي".

ولکر ترک ویلي چې ددې سربیره په قانون کې شته نور محدودیتونه چې په مبهم ډول تعریف شوي د افرادو پر نورو بشري حقونو لکه په ازاد ډول د مذهبي مراسمو په ترسره کولو باندې اغیز کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ویلي چې دا قانون محتسیبنو ته د تورنو کسانو د نیولو، د سزا ورکولو یا محکمو ته د هغوی سپارلو په برخو کې پراخه واک او صلاحیتونه ورکوي.

همداشان ولکر ترک وویل چې دا قانون د انسانونو د تصویرونو خپرول منع کوي، احتمالا د طالبانو د چارواکو تصویرونو خپریدل. پر رسنیو باندې کنټرول او سانسور لا پراخه کوي.

هغه وویل: "مونږ د بالفعله چارواکو [طالبانو] غواړو چې سمدستي دې دا قانون چې د نړیوالو بشري حقونو په تړاو د افغانستان د ژمنو څخه څرګنده سرغړونه ده لغوه کړي".

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي چې د افغانستان د نیمايي نفوس نامري کیدل او غږ چپول به په دغه هیواد کې بشري حقونو او انساني بحران د لاپراخیدو سبب شي.

ولکر ترک ویلي چې اوس د افغانانو د ټولولو وخت دی چې د افغانستان ټول خلک پرته د جنسیت، مذهب او قومیت د خپل هیواد پر وړاندې پرتو ګواښونو هوارولو په برخه کې همکاري وکړي.

په عین وخت کې د بشري حقونو د څار سازمان یوې څیړونکې سحر فطرت په یوه خپره کړې مقاله کې ویلي کله چې طالبان درې کاله وړاندې په افغانستان کې بیا واک ته ورسیدل، یو شمیر کسان خوش بینه وو چې ددغې ډلې "دوېیمه نسخه" به د ښځو او بشري حقونو په تړاو ددغې ډلې د لومړۍ دورې پرتله پراخه نظر ولري لکه چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلنو ترمنځ د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پروړاندې د طالبانو د ظلم او بدبختیو اړوند مسلې تعریف شوې نه وې.

میرمن فطرت ویلي: "د طالبانو له خوا غیرانساني وضعیت ته د ښځو او نجونو تنزیل ورکولو سره د هغوی حرکت په جدي ډول محدودوي او د عاملیت او خپل اختیار هر ډول احساس په هغوی کې له منځه وړي...د اوازونو تقلیل او د هغوی بدن [ښځو] د ځینو شیانو او د ګناه له عواملو، د ښځو د جنسیت جوړولو اوهغوی ته د عنیت بخښلو اقدام دی".

د طالبانو مشرد روان ۲۰۲۴ کال د جولاۍ په ۳۱ د امربالمعروف قانون توشیح کړی وو، خو د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت له خوا د اګست په ۲۱ ددغه وزارت په انټرنیټي پاڼه باندې ددغه قانون د خپریدو وروسته ددغه قانون د خپریدو څخه خلک خبرشو.

ددغه قانون په ۱۷ ماده کې د ژوندیو انسانانو او حیواناتو د تصویرونوخپرول هم د رسنیو په محدودیتونو کې یاد شويدي. همداشان ددې قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په ‌کې شامل دي په مجموع کې په لوړ غږ ویل یې هم عورت بلل شوي دي او د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم په دې مادې کې ضروري ګڼل شوي دي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون ۴ فصلونه او ۳۵ مادې لري. دا قانون د امر بالمعروف، نهی عن المنکر د اړوند چارو او د محتسبینو د دندو او صلاحیتونو تنظیمولو په موخه جوړ او تدوین شوی دی.