ملګري ملتونه:برما کې د ملکیانو د ډله ایزې په راپورنو "ترهول" شوي یو

عیني شاهدانو ویلي چې د ۲۷ کسانو سوځیدلي مړي یې لیدلي دي.

د ملګرو ملتونو یو چارواکی وایي په برما کې د لږ تر لږه ۳۰ ملکیانو د وژل کیدو او جسدونو د سوځیدو په معتبرو راپورنو "ترهول شوی" او د حکومت څخه یې د پلټنو غوښتنه کړې.

د ماشومانو د خوندیتوب د خیریه مؤسسې (Save the Children) دوه کار کوونکي لا هم تري تم دي. وسله والو کسانو چې معلومه نده څوک و د برما په ختیځ کې د کایا په ایالت کې د دې خیریه مؤسسې د کار کوونکو او څو نورو موټرو برید وکړ او اور یې ورته واچاوه.

سره لدې چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې برید د کولو ادعا نده کړې خو د څارنې یوې ډلې او سیمه ایزو مطبوعاتو یې ملامتي د برما د پوځ په سرتیرو اچولې.

د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارټین ګریفیتیس د پیښې په هکله د شفافو پلټنو غوښتنه کړې.

هغه د پیښې په هکله په اعلامیې کې ویلي، "‍ زه دا ناوړه پیښه او پدې هیواد (میانمار) کې په ملکي خلکو ټول بریدونه غندم".

په برما کې د سږ کال د فبروري د میاشتې راپدیخوا چې پوځ کودتا وکړه او د آنګ سان سوچي په مشرۍ ملکي حکومت یې ړنګ کړ، ګډوډي پیل شوې. په برما کې د څارنې ډلې وایي چې امنیتي ځواکونو د کودتا راپدیخوا څه باندې ۱۳ سوه کسان وژلي دي.

هغه عکسونه چې د شنبې په ورځ په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي، د کایا ایالت د هپروسو په لویې لار کې دوه لارۍ او یو وړوکی موټر پکې ښودل کیږي چې سوځیدلي دي او په موټرو کې سپاره کسان هم سوځیدلي دي.

د خلکو د دفاع ځواک (PDF) چې په ټول هیواد کې یې د پوځ په خلاف جګړه پیل کړې، په یوې اعلامیې کې ویلي چې جنګیالیو یې دا موټر د شنبې په سهار وروسته تر هغه پیدا کړل چې خبر ورغی د برما پوځ د هپروسو په سیمه کې ګڼ موټر درولي دي. د برما پوځ همدې سیمې سره نږدې یوه ورځ د پي ډي ایف د جنګیالیو سره جګړه کړې وه.

د پي ډي ایف یوه سمیه ایز مسؤل د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، "کله چې نن سهار سیمې ته د تالاشۍ لپاره ورغلو، مړي مو ولیدل چې په موټرو کې سوځیدلي دي".

د پیښې یو بل عیني شاهد بیا ویلي چې د ۲۷ کسانو کوپړۍ یې پیدا کړي او داسې سوځیدلي کسان یې هم لیدلي چې د پیژندلو نه و.