امریکا د ملگرو ملتونو د مهاجرت د نوي تړون ملاتړ ونکړ

د امریکا حکومت تیرکال په دې هلکه په بحث کې د نه گډون فیصله وکړه

د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو او د نږدې ١۵٠ هیوادونو مشرانو د دوشنبې په ورځ (دسمبر ١٠) په مراکش کې د مهاجرت په نړیوال تړون موافقه وکړه، خو امریکا او ځېنو نورو هېوادونو یې له منلو انکار وکړ.

د مهاجرت دغه تړون له قانوني پلوه ضروري (الزامي) نه دی، خو په سیاسي لحاظ اجباري دی او یو لړ کړنلارې او اقدامات لري. د بیلگې په توگه په دې کې په لومړني هیواد کې د پناه غوښتونکو د ژوند د شرایطو ښه کول او د مهاجرو په کمپونو کې د توپیر او ناوړه استفادې مخنيوی شامل دي.

له امریکا پرته ټولو هیوادونو د مهاجرت د دغه نړیوال تړون په هکله بحثونه او خبرې اترې کړي دي. امریکا تیر کال پریکړه وکړه چې پدې بحثونو کې برخه وانخلي.

یو شمیر هیوادونو تیره اونۍ د دې تړون مسوده رد کړه چې په هغو کې اتريش، هنګري، پولند، چک جمهوريت، سلواکیا، بلغاریا، استرالیا او اسرائیل شامل دي. همدارنګه ایټالیا او سويس د مراکش کنفرانس ته خپل استازي نه دي استولي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیرش په مراکش کې د دغه دوه ورځني کنفرانس ته په وینا کې وویل "نن په نړۍ کې د کډوالو اتیا سلنه له یو هیواد نه بل هیواد ته په خوندي او منظمه توگه تگ راتگ کوي، خو غیر منظمه مهاجرت ناوړه بشري تلفات لري. خلک له دښتو، سیندونو او سمندرونو څخه د تیریدو خطرناکه سفرونو ته زړه ښه کوي او یو شمیر مهاجرو د قاچاقبرانو له لاسه خپل ژوند بایللی."

د ملگرو ملتونو عمومي منشي په خپله وینا کې زیاته کړه، چې دا ټولو ته د شرم ځای دی چې له ٢٠٠٠ میلادي کال نه راپدیخوا څه د پاسه ٦٠٠٠٠ مهاجرو چې پکې ښځې، نارینه او ماشومان شامل دي د مهاجرت په مهال ژوند بایللی دی.

گوتیرش وویل که د مهاجرو "تگ راتگ رضاکارانه وي یا په زور او که دوي رسمي اسناد لري که نه باید انساني کرامت ته یې درناوی وشي."

د جرمني صدراعظمه انگلا میرکل په مراکش کې پدې دوه ورځنۍ غونډه کې وویل "مونږ باید یو ځل بیا دا حقیقت رایاد کړو چې د ملگري ملتونو سازمان د دویمې نړیوالې جگړې په نتیجه کې رامنځ ته شو او د جرمني د صدراعظمې په توگه زه دلته تاسو ته د داسې یو هیواد استازیوب کوم چې په هغه وخت کې یې د ملتپالنې په نوم بشریت ته سخت تاوان ورسوو."

په ملگرو متلونو کې د مهاجرت د برخې ځانگړې استازې لویسي اربور هغو هیوادونو ته چې په دې تړون نیوکې کوي وویل "دا ډیر د تعجب ځای دی چې د دغه تړون او د تړون د محتوا په اړه دومره ناسم معلومات موجود دي. دا تړون مهاجرو ته حقونه نه ورکوي او نه هیوادونه هغوی ته ځای ورکولو ته مجبوروي".

دا لومړی ځل دی چې په نړیواله کچه د مهاجرت په دې ډول یو تړون چې مسوده یې د ملگرو ملتونو له خوا جوړه شوې د یو شمیر هیوادونو موافقه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۵۰ میلیون انسانان د ښه ژوند په لټه کې دي چې دا د نړۍ د نفوس نږدې یو پر دریمه برخه ده.