ملګري ملتونه: په نړۍ کې د ریکارډ په کچه ۱۱۰ میلیونه کسان بې ځایه شوي 

په سومالیا کې د وچکالۍ په وجه بیځایه شوي خلک

ملګري ملتونه وايي، په ټوله نړۍ کې د ریکارډ په کچه ۱۱۰ میلیونه انسانان په زوره له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر، فیلیپو ګراندي د چهارشنبې په ورځ جون ۱۴ (غبرګولي ۲۴) په ژنیو کې خبریالانو ته وویل چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه ۱۰۸.۴ میلیونه کسان د جګړې، تعقیب او یا د بشري حقونو د سرغړونو له امله بې ځایه شوي چې دا شمېر د ۲۰۲۱ په پرتله ۱۹ میلیونه زیات شوی دی.

ګرانډي وویل چې په اوکراین باندې د روسیې یرغل چې د ۲۰۲۲ په فبروري کې پیل شو، د ریکارډ په کچه د بې ځایه شویو کسانو د زیاتوالي اصلي لامل و.

په سودان کې د اتو اونیو جګړو له امله چې د دوو میلیونو کسانو د بې ځایه کیدو لامل شوي، دا شمیر یې اوسمهال ۱۱۰ میلیونو ته لوړ کړی دی.

دا شمیرې په ټوله نړۍ کې د جبري بې ځایه کیدو په اړه د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د کلني راپور برخه وه.

ښاغلي ګراندي وویل چې د بې ځایه شویو څخه څه دپاسه ۳۵ میلیون یې خوندي ځایونو ته د تیښتې په موخه د نړیوالو پولو څخه تیر شوي، په داسې حال کې چې نور ۶۲ میلیونه یې په بیلابیلو هیوادونو کې کورني بې ځایه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر، فیلیپو ګراندي همداشان وویل چې په ۲۰۲۲ کې د هغو خلکو شمیر چې بې وطنه یا نامعلوم تابعیت لري، ۴.۴ میلیون کسانو ته ته لوړ شوی دی.

ښاغلي ګرانډي وویل چې د بډایه هیوادونو په پرتله، ټیټ او منځنۍ عاید لرونکي هیوادونه د بې ځایه شوي خلکو کوربه توب کوي.

ګراندي د کډوالو او پناه غوښتونکو د منلو په اړه د ډیرو هیوادونو د نه لیوالتیا یادونه وکړه، خو د اروپایی اتحادیې د ۲۷ غړو ترمنځ یې د کډوالو او پناه غوښتونکو په اړه د مسوولیت شریکولو د موافقې هرکلی وکړ.

د یادولو وړ دي چې افغانستان هم د نړۍ له هغو هیوادونو څخه دی چې زیات شمیر وګړي یې د جګړو، بیوزلۍ او د بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله بې ځایه او یا کډواله شوي دي.

ددې رپوټ ځنې معلومات د فرانس پرس اژانس د خبر څخه اخیستل شوي