ملګري ملتونه: جګړو، تشدد او ځورونو ۷۱ ملیونه خلک بې ځایه کړي

ملګرو ملتونو په نړۍ کې د بې ځایه شویو خلکو په هکله پخپل تازه راپور کې ویلي چې د تیر کال په پرتله د بې ځایه شویو خلکو شمیر دوه ملیونه زیات شوی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر فلیپو ګرانډي د دې کلني راپور په هکله خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ او د نړۍ هغو مشرانو ته په پیغام کې چې ادعا کوي" کډوال د دندو او امنیت لپاره ګواښ دي" وویل چې کډوال او پنا غوښتونکي خپل هیوادونه د خراب امنیتي وضعیت او خطر له وجې پریږدي.

" زه د اروپایي هیوادونو مشرانو او د امریکا جمهور رئیس ته وایم چې دا ډیره زیانمونکې خبره ده چې تاسو کډوال د دندو او امنیت لپاره خطر ګڼئ" خو ښاغلي فلیپو دا هم وویل چې امریکا په نړۍ کې د پناه غوښتونکو لپاره تر ټولو ستر ملاتړ کوونکی هیواد دی.
په راپور کې ویل شوي چې جګړو او شخړو تیر کال شاوخوا ۲۶ ملیونه خلک اړ کړل چې خپل کور کلي پریږدي او نورو هیوادونو ته کډه شي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې پدې کسانو کې نیمایي یې ماشومان و. په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې تیر کال د ۴۱ ملیون نه زیات خلک دننه پخپلو هیوادونو کې بې ځایه شوي.

په نړۍ کې د پناه غوښتونکو دریمه برخه یې د سوریې، ا فغانستان، جنوبي سوډان، برما او سومالیې اوسیدونکي دي. په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې دا پنځم کال دی چې په پرله پسې توګه د ټولو نه زیات پناه غوښتونکي تیر کال بیا هم په ترکیه کې و.

ترکیې ته اکثریت د سوریې خلک ورکډه شوي او د کډوالو په کمپونو کې ژوند کوي خو تر څنګ یې هغه کسان هم په کمپونو کې پراته دي چې غواړي اروپایي هیوادونو ته ولاړ شي خو د لارو د بندیدو په خاطر هلته تم شوي.
ورپسې پاکستان، یوګاناډا، سوډان او جرمني هغه هیوادونه دي چې تیر کال پکې زیات شیمر پناه غوښتونکي او کډوال پراته وو. د کډوالو لپا ره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وایي د هغوي معلومات دا څرګندوي چې د نړۍ شتمن هیوادونه د کډوالو د بار په پورته کولو کې پوره همکاري نکوي.

ملګري ملتونه دا راپور پداسې وخت کې خپروي چې په وینزویلا کې د سیاسي جنجال له وجې سل ګونه زره خلک کډه کیدو ته مجبور شویدي.د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې تیر کال د وینزویلا نه تقریباً درې نیم لکه کسانو په نورو هیوادونو کې پنا غوښتې.