ملګري ملتونه: ایران په یمن کې د وسلو له ممنوعیت څخه سرغړونه کړې

د ملګرو ملتونو متخصصین وایې چې ایران په یمن کې شعیه ملیشو ته د وسلو په مستقیم او یاغیر مستقیم انتقال سره د دغه سازمان د وسلو له ممنوعیت څخه سرغړونه کړې ده.

ملګرو ملتونو د یوه رئپوټ په خپرولو سره پر ملکیانو د یاغیانو او د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف پر بریدونو هم نیوکه کړې ده.

ایران له حوثي یاغیانو څخه ملاتړ کول مني، خو دغو جنګیالیو ته د وسلو لېږل ردوي.

په یمن کې روانو جګړو ته د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د نیابتي جګړې په سترګه کتل کیږي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان د تېر کال د نوامبر او ډیسامبر په میاشتو کې سعودي عربستان ته لاړل او د هغو راکټونو د ټوټو آزموینه یې وکړه چې د حوثي یاغیانو له خوا ویشتل شوي وو.

د رئپوټ په یوه کاپي کې چې د اسوشیټیډ خبري ‎آژانس او دیپلوماتانو ترلاسه کړې لیدل کیږي چې رئپوټ په ۷۹ مخونو کې لیکل شوی او په یمن کې د ناوړه حالت داستانونه یې بیان کړي دي.

د ملګرو ملتونو په رئپوټ کې لیکل شوي "چې پس له دریو کلونو شخړو، د یوه هېواد په صفت د یمن موجودیت له خطر سره مخامخ دی."

جګړو د یمن ۲۸ میلیونو نفوسو ته ژوره بدغرمي ور په برخه کړې ده.

تر ۱۰۰۰۰ ډیر کسان په جګړو او هوايي بمباریو کې وژل شوي دي؛ تر ۷ میلیونو زیات خلک له کاختۍ سره مخامخ دي؛ ۱۹ میلیونه خلک نه پوهیږي چې بل خوراک یې له کوم ځای څخه وررسیږي؛ روغتیايي تاسیسات له منځه تللي؛ او د کولرا ناروغي یو میلیون خلک اغیزمن کړي دي.

د حوثي یاغیان او د یمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح طرفداره پوځیان په ۲۰۱۴ کال کې مرکز صنعا ته ننوتل. د امریکا په مشرۍ د سعودي عربستان آئتلاف د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې ددغو یاغیانو پر ضد هوايي عملیات پیل کړل او وروسته یې یمن ته ځمکنۍ قوا ولېږله.